کابل (پژواک) – د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت «ارامکو» ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر ګډوډېدو له امله یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو نللیکې د غځولو چارې پیل کړې او د تېلو د صادراتو لپاره نورې نوې لارې هم څېړي.
د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د تېلو دغه نللیکه چې د «پټرولاین» په نوم هم پېژندل کېږي، د سعودي عربستان له ختیځې «بقیق» سیمې څخه خام تېل د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع بندر ته لېږدوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ارامکو اجراییوي رییس امین ناصر نن (سېشنبه) ویلي چې د ختیځ او لوېدیځ د تېلو نللیکې د غځولو او د تېلو د لېږد لپاره د اضافي شبکو جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې دغه شرکت د تېلو د صادراتو لپاره د نویو لارو د رامنځته کولو په موخه هم د انجینرۍ چارې پر مخ وړي؛ خو د پانګونې په اړه تر وروستۍ پرېکړې پورې به یې جزئیات اعلان نه کړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران جګړې او د هرمز تنګي عملاً تړل کېدو د سیمې د تېلو صادرات ګډوډ کړي دي؛ هغه تنګی چې تر دې مخکې د نړۍ ۲۰ سلنه برخه تېل ترې تېرېدل.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو نللیکه هره ورځ د اووه میلیون بېرله تېلو د لېږد ظرفیت لري او دغه هېواد غواړي د نللیکو له لارې د تېلو د صادراتو ظرفیت په ورځ کې شاوخوا ۱۰ میلیون بېرلو ته لوړ کړي.
د ارامکو اجراییوي رییس همدارنګه ویلي چې د ایران د جګړې له پیل راهیسې د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو تر ۱۳۰ د ډېرو بریدونو راپور ورکړل شوی او د سمندر له لارې د لېږد رالېږد کرایه د تېر کال په پرتله تر ۱۵ برابره ډېره لوړه شوې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د کیمیاوي سرو کمښت به د نړۍ په اقتصاد کې د انفلاسیون فشارونه نور هم زیات کړي.










