کابل (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د تېرې ورځې بریدونو په غبرګون کې یې پر ایران توغندیز بریدونه کړي؛ خو ایراني سرچینې وایي، د امریکا په ننني برید کې یو استوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د ایران سپاه پاسداران پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د امریکا د پوځ د اقداماتو په غبرګون کې یې په اردن کې د دغه هېواد د پوځ یوه هوايي اډه او د مرکزي قوماندانۍ مرکز په بالستیک توغندیو ویشتلي دي.
بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د یادو بریدونو په ځواب کې یې د سپاه پاسداران اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې په ایران کې د سپاه پاسداران اړوند پوځي قومانداني، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو تاسیسات، د ساحلي څار او دفاع مرکزونه او سمندري وړتیاوې په نښه شوې دي.
بلخوا، فارس خبري اژانس د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د نن ورځې په برید کې د قشم ښار د چاهتنګو سیمې یو استوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه پوهنتون زیاته کړې چې په برید کې د یوې کورنۍ مور، پلار او دوه کلن ماشوم وژل شوي او د همدې کورنۍ اووه او نهه کلن دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.