کابل (پژواک، ۹ اسد ۱۴۰۵): بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنر او د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې له هغوی غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو پلانونه او د هغوی د بېرته منلو په برخه کې له اسلامي امارت سره هر ډول همکاري ودروي.
د دغه لیک له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه د طالبانو د چارواکو یوه پلاوي د لومړي ځل لپاره بروکسل ته سفر وکړ او د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او منلو په برخه کې پر تخنیکي همکاریو خبرې وکړې.
بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې دغه لیدنه د اروپايي کمېسیون په بلنه، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې کابل ته د دغه بنسټ د چارواکو له سفر او د اروپايي ټولنې د ۱۹ غړو هېوادونو او ناروې له هغې غوښتنې وروسته ترسره شوه چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر دې چټک شي.
یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې، په افغانستان کې د شته ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو، بښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو بنسټونو له پراخو راپورونو سره سره، لا هم د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ګډ کار د یوه میکانېزم د جوړولو هڅه کوي.
په لیک کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته رسېدو وروسته، د خلکو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب حقوقي چوکاټونه له منځه تللي او د افغانستان د اوسني حکومت له مقرراتو سرغړونه خلک له سزا سره مخ کولای شي.
دغه سازمان د افغانستان بشري ناورین ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نږدې ۲۲ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او افغانستان د نړۍ له درېیو سترو بشري ناورینونو څخه شمېرل کېږي.
په لیک کې راغلي چې له ۲۰۲۳ کال اکتوبر راهیسې له ۵.۴ میلیون ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي او سرپناه، کاري فرصتونو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانانو د جبري ایستلو بیا پیل هغوی د بشري حقونو د نقض له ګواښ سره مخ کوي او ایستونکي هېوادونه هم له نړیوالو ژمنو، په ځانګړي ډول د «جبري بېرته ستنولو د منع» له اصل څخه د سرغړونې له خطر سره مخامخ کوي.
په لیک کې د اروپايي کمېسیون پر هغې پرېکړې هم نیوکه شوې چې د جدي جرمونو مرتکب کسان یا امنیتي ګواښ بلل شوي کسان دې د ایستلو په بهیر کې لومړیتوب ولري.
بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، د جبري بېرته ستنولو د منع اصل مطلق دی او د کسانو جرمي مخینه د دغه اصل د له پامه غورځولو لپاره دلیل نه شي کېدای.
بښنې نړیوال سازمان په پای کې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته منلو په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ ټولې هڅې او افغانستان ته د افغانانو د جبري ایستلو د بیا پیل پلانونه ودروي.
د راپورونو له مخې، جرمني درې ورځې مخکې، د اسد په شپږمه، ۳۱ افغانان په یوه الوتنه کې افغانستان ته وایستل.
راپورونه ښيي چې جرمني په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د بهیر له بیا پیل راهیسې، له ۲۰۰ ډېر افغان وګړي دغه هېواد ته ستانه کړي دي.