کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له ویټنام سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام ۶ بجې د ټایلنډ په کوربهتوب ترسره کېږي.
دغهراز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه ټایلنډ ته ۶ پر ۱ وبایله.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویتنام، نیوزیلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېږي.