پاراخ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د ټانګ یوې مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې ورځې په مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د رخې ولسوالۍ په شصت کلي کې شوې ده.
د هغه په خبره، ماشومانو د لوبو پر مهال دغه مرمۍ موندلې وه او د بېاحتیاطۍ له امله یې چاودنه پرې کړې ده.
هغه زیاته کړې چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپي شوي ماشومان یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
سعد د ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې دوه ماشومان د عنابې ایمرجنسي روغتون او دوه نور د رخې ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي.