ژبه

پنجشېر کې د مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي

فريد تنها

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۲

Views: ۱۱

پاراخ (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د ټانګ یوې مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې ورځې په مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د رخې ولسوالۍ په شصت کلي کې شوې ده.

د هغه په خبره، ماشومانو د لوبو پر مهال دغه مرمۍ موندلې وه او د بې‌احتیاطۍ له امله یې چاودنه پرې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپي شوي ماشومان یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

سعد د ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې دوه ماشومان د عنابې ایمرجنسي روغتون او دوه نور د رخې ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي.