ژبه

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره څلورمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۱

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن له ایرلنډ سره خپله څلورمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

دغه لوبه په ایرلنډ کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه، په دویمه او درېیمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته ماته ورکړه او افغان لوبډله اوس مهال د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې له ایرلنډ څخه ۲ پر صفر مخکېوالی لري.