کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر د دغه هېواد او سویلي کوریا د کلنیو ګډو پوځي مانورونو د پام وړ کمولو امر کړی؛ هغه د ایران پر ضد د امریکا په جګړه کې د سویلي کوریا نه همکاري او د شمالي کوریا له مشر سره خپلې ښې اړیکې د دغه تصمیم له لاملونو بللي دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، ټرمپ په ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه مانورونه، د لوړو لګښتونو ترڅنګ، د هغه په باور شمالي کوریا ته «نامناسب او دښمنانه» پیغام ورکوي.
هغه ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې د ده د واکمنۍ پر مهال شمالي کوریا ګواښوونکی چلند نه دی کړی او «په درناوي» یې چلند کړی دی.
ټرمپ زیاته کړې چې د مانورونو د پیل وخت ډېر نږدې شوی او د لغوه کولو لپاره یې ناوخته شوی؛ له همدې امله یې د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسېت ته امر کړی چې د دغو تمرینونو کچه د پام وړ راکمه کړي.
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي چې په دې وروستیو کې یې د سویلي کوریا له ولسمشره پوښتنه کړې وه چې ایا هېواد یې په هغه څه کې چې ټرمپ یې «د ایران بېاټومي کول» بولي، له امریکا سره یوځای کېږي که نه؛ خو د ټرمپ په خبره، سویلي کوریا دغه غوښتنه نه ده منلې.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې ټرمپ پرون د دغو مانورونو د کمولو امر کړی و، په داسې حال کې چې د «اولچي فریډم شیلډ» په نوم یاد مانورونه نن د پلان له مخې پیل شوي او ټاکل شوې ۱۱ ورځې دوام وکړي.
د راپور له مخې، د امریکا پوځ ویلي چې د دغو مانورونو موخه د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د پوځي همکارۍ پیاوړتیا ده او د دواړو هېوادونو ځواکونه په کې د بېلابېلو سناریوګانو له مخې ګډ پوځي عملیات تمرینوي.
د سویلي کوریا دفاع وزارت هم تایید کړې چې دغه مانورونه د دوشنبې په ورځ د پلان له مخې پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د دغو مانورونو تر پیل مخکې هغه «د جګړې لپاره پاروونکي تمرینونه» بللي وو او په غبرګون کې یې د سخت اقدام خبرداری ورکړی و.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې د امریکا او سویلي کوریا دغه ګډ مانورونه څو ورځې وروسته له هغه پیل شوي چې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ازموینې بیا پیل کړې.