ژبه

د تدارکاتو کمېسیون د ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې

هجرت‌الله کاکړ

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۹

Views: ۳۸

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۶.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ نورو پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د مرمرینې ماڼۍ په مقر کې جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې چې غونډې ته د منظورۍ لپاره ۳۴ پروژې وړاندې شوې او له هراړخیز بحث وروسته یې ۲۱ پروژې منظورې او په ۱۲ پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول.

د اقتصادي معاونیت په خبره، د یوې بلې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د پروژې د بیې په اړه له ګټونکي شرکت سره خبرې وکړي او خپل راپور د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو پېرل، د هلمند د کادري روغتون جوړول او د بدخشان په شغنان، د میدان‌وردګو په چک او د کندوز په قلعه‌ذال ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.

دغه‌راز، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش یو شمېر پروژې هم د منظور شوو او تعدیل شوو پروژو په ډله کې شاملې دي.

اقتصادي معاونیت ویلي چې یادې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.