کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): امریکا د ایران او د هغه «پر ملاتړو» نوي پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي چې ۶۰ کسان، بنسټونه او بېړۍ او پنځه مهمې اقتصادي برخې په نښه کوي؛ خو ایراني چارواکي وایي، امریکا به په دغو فشارونو کې بریالۍ نه شي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د «اقتصادي منزوي کولو» په نوم عملیات پیل کړي چې ایران او د «هغه ملاتړي» په نښه کوي.
په نویو اقداماتو کې په متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، چین، سنګاپور او سویس کې هغه شرکتونه او بېړۍ هم شاملې دي چې واشنګټن یې د ایران له هغه څه سره تړلي بولي چې «سیوري بېړۍ» یې یادوي.
د راپور له مخې، په دغو اقداماتو کې په متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، چین، سنګاپور او سویس کې هغه شرکتونه او بېړۍ هم شاملې دي چې واشنګټن یې له هغه څه سره تړلې بولي چې واشنګټن یې «د ایران د سیوري بېړیو ټولګه» بولي.
د امریکا د خزانې وزارت دغه راز ځینې هغه عمومي جوازونه ځنډولي چې له مخې یې ایران ته د یو شمېر مالي لېږدونو اجازه ورکول کېده.
الجزیره زیاتوي، نویو بندیزونو ۶۰ بنسټونه، کسان او بېړۍ هم په نښه کړي چې له ایران سره د اټومي انرژۍ، توغندیو او نفتو په برخو کې تړاو لري.
هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخستی خو خبرداری ورکړی چې واشنګټن ښایي مالي انزوا تر هر هغه هېواد پورې وغځوي چې د امریکا په وینا، د ایران لپاره د مالي ملاتړ د یوې مهمې لارې په توګه عمل کوي.
د الجزیرې د راپور له مخې، بېسنټ ویلي چې نوي بندیزونه پر هغو پنځو مهمو برخو متمرکز دي چې د ده په وینا ایران یې په نورو هېوادونو کې کاروي؛ ډیجیټلي شتمنۍ، ټکنالوژي، سره زر، هوايي چلند او سمندري لېږد.
بېسنټ دغه راز د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د روانې اوونۍ تر پایه به د ایران په تړاو پر یوه لوی مالي بنسټ هم بندیز ولګول شي.
هېوادونو ته خبرداری
د الجزیرې د راپور له مخې، بېسنټ هغو هېوادونو ته هم د بندیزونو خبرداری ورکړی چې د ده په وینا، د ایران د «نفتو د قاچاق اسانتیا» برابروي یا اجازه ورکوي چې بانکونه یې د ایران د نظام لپاره وکارول شي.
هغه له دغو هېوادونو غوښتي چې د واشنګټن خبرداریو ته ژر ځواب ووایي؛ خو په راپور کې د هغو هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي چې دغه خبرداری ورته شوی دی.
بېسنټ ګواښ کړی چې امریکا به د هر هغه اړخ پر وړاندې اقدام وکړي چې د واشنګټن په وینا، د ایران لپاره د پیسو مینځلو اسانتیا برابروي.
د ده په خبره، په دغو اقداماتو کې له ډالر-محور مالي نظام څخه د اړوندو بنسټونو یا اړخونو ایستل هم شاملېدای شي.
هغه ویلي، واشنګټن هر اړوند هېواد ته یوه ټاکلې موده ورکړې څو له ایران سره خپل اړوند فعالیتونه ودروي.
بېسنټ زیاته کړې، که اړوند هېوادونه لازم اقدامات ونه کړي، متحده ایالات به په یو اړخیز ډول اقدام وکړي؛ په دغو اقداماتو کې په بهرنیو هېوادونو کې د ایراني بانکونو د څانګو تړل هم شاملېدای شي.
د ایران غبرګون
په مقابل کې، د ایران د اقتصاد وزیر سید علي مدنيزاده ویلي، هېواد یې د امریکا د نویو بندیزونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پلانونه لري او واشنګټن به د ایران د اقتصاد د کمزوري کولو په هڅو کې بریالی نه شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، هغه ویلي چې امریکايي بندیزونه د ایران لپاره نوې خبره نه ده او واشنګټن تر دې مخکې هم څو ځله هڅه کړې چې د ایران اقتصادي لارې محدودې کړي، خو د ده په وینا بریالی شوی نه دی.
هغه منلې چې جګړې د ایران د فولادو پر فابریکو او اقتصاد اغېز کړی، خو ویلي یې دي چې هېواد یې زیانمن شوي ځایونه بېرته رغولي او په عین وخت کې یې د هېواد دفاع ته دوام ورکړی دی.
د ایران «تسنیم» خبري اژانس د یوې لوړپوړې اطلاعاتي سرچینې په حواله لیکلي چې د ټرمپ د اقتصادي فشار طرحه د ټرمپ د رسنیز ټیم له خوا یوازې پر ایراني ولس د رواني فشار لپاره ده.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې د امریکا له ګواښونو او اقتصادي محاصرې نه وېرېږي او د ده په وینا د واشنګټن اقدامات تر دې دمه ناکام شوي دي.
عراقچي ویلي، ایران له یوې داسې امریکايي اقتصادي جګړې سره مخ دی چې د ده په خبره، پر «پخوانیو او تکراري سناریوګانو» ولاړه ده.