ژبه

دلاور: د اړيکو کمېسیون د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره هڅې کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور وایي، دغه کمېسیون هڅه کوي چې له افغان شخصیتونو سره اړیکې لا پراخې کړي، د هغوی ستونزې واوري او هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره کړي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ولیدالله منور د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له رییس شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره وليدل.

سرچینه زیاتوي، ولیدالله منور د تېرې ادارې پر مهال په بېلابېلو مهمو سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، نوموړی په اوکراین، بلجیم او قطر کې د افغانستان د سفیر، په اروپایي اتحادیه کې د افغانستان د استازي، د ملي امنیت شورا د لومړي مرستیال او په نورو مهمو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

شیخ شهاب‌الدین دلاور، ولیدالله منور ته هېواد ته د بېرته راستنېدو له امله ښه راغلاست ووایه او ويې ویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ثبات لپاره د ټولو افغانانو همکاري ارزښت لري.

دلاور زیاته کړه، د تماس کمېسیون هڅه کوي له افغان شخصیتونو سره اړیکې ټینګې کړي، د هغوی ستونزې واوري او هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره کړي.

یاد کمېسیون لیکلي چې ولیدالله منور هم هېواد ته د بېرته راستنېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د تماس کمېسیون له هڅو یې مننه وکړه.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې د هېواد د اوسني وضعیت، ملي ګټو، د افغان شخصیتونو د بېرته راستنېدو او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په اړه خبرې وشوې.