ژبه

په چین کې نړیوال امنیتي کنفرانس؛ افغانستان د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سهراب سرورى

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۳

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت استازي په چین کې په یوه نړیوال امنیتي کنفرانس کې ویلي چې افغانستان د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت د پیاوړتیا، د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ او اقتصادي اتصال ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې افغان خاوره به د نورو پر ضد ونه کارول شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دغه وزارت د دفتر لوی رئیس لِوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر او د وزارت سریاور مل پاسوال مولوي عبدالرحیم ثاقب په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي ګډون کړی.

مولوي زین‌الله عابر دې غونډې ته په خپله وینتا کې ویلي، دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې نړۍ له یو شمېر پېچلو او له یو بل سره تړلو امنیتي ننګونو سره مخ ده.

د ده په وینا، جګړې، شرخوښې شبکې، نشه‌یي توکي، سازمان‌یافته جرمونه، سایبري ګواښونه، ناقانونه کډوالي، اقتصادي بې‌ثباتي او د لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ هغه مسایل دي چې هېڅ هېواد یې په یوازې ځان د حل توان نه لري.

هغه ویلي: «زموږ په اند، امنیت د هر ملت د پرمختګ بنسټ او د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ثبات اساسي شرط دی. که امنیت نه وي، پانګونه، سوداګري، د زیربناوو جوړول او د خلکو هوساینه له جدي ستونزو سره مخ کېږي.»

د افغانستان  امنیتي وضعیت

د عابر په وینا، افغانستان د څو لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ له سختو تجربو وروسته نن د یوه نوي امنیتي پړاو په درشل کې دی.

هغه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي بنسټونو اساسي هدف دا دی چې د هېواد په ټوله جغرافیه کې د خلکو د ژوند، مال، او عامه نظم ساتنه وکړي او داسې امنیتي چاپېریال رامنځته کړي چې افغانان وکولای شي په ډاډ کې خپل راتلونکی جوړ کړي.

دی زیاتوي، د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې مسؤولیت پر وړاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره د هر هغه چا لپاره چې د افغانستان د خلکو، ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنیو د رامنځته کولو هڅه کوي، خوندي ځای نه وي.

ده ویلي: «همدا راز زموږ امنیتي ځواکونو د الله په نصرت دا وړتیا لري چی د هېواد په داخل کی د هر ډول نا امنۍ مخه ونیسی، شرخوښي او د امنیت اخلالګران وځپی او د هغو جهتونو بد عزائم ناکام کړي چي د افغانستان بی ثباتی ته لمن وهی. د هېواد په شمال بدخشان ولایت کی د اخلالګرانو وروستی ناکامي یی یوه ژوندي بیلګه ده.»

د ناامنۍ پر وړاندې ګډه مبارزه

د هغه په وینا، نا امني نن یوازې د یوه هېواد ستونزه نه ده؛ بلکی دا یوه نړیواله او سرحد نه پېژندونکې پدیده ده.

دی وایي چې د ناامنی پر وړاندې اغېزمنه مبارزه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې د هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول، د سرحدونو امنیت، د ناقانونه مالي سرچینو مخنیوی، د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د امنیتي ادارو مسلکي همکاري پیاوړې شي.

هغه ویلي: «افغانستان د ناامني له خطر څخه د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو لوړه بیه یې پرې کړې ده. موږ  د ناامنی قرباني شوي یو او نه غواړو چې هېواد مو د بې‌ثباتي او نړیوالو د نظامي رقابت په مرکز بدل شي.»

هغه ویلي چې له همدې امله افغانستان د ناامنۍ پر وړاندې د ګډ مسؤولیت، متقابل درناوي او عملي امنیتي همکاریو ملاتړ کوي.

سیمه‌ییز امنیت او اقتصادي اتصال

د عابر په وینا د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره تړلی دی او افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا، چین، منځني ختیځ او نورو سیمو ترمنځ د اتصال مهم موقعیت لري.  د ده په وینا، که افغانستان امن وي، د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګري، ترانزیټ، انرژي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کېدای شي.

د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس زیاته کړې: «له همدې امله، موږ د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام، نه‌مداخلې، ښه ګاونډیتوب او ګډ امنیت پر بنسټ د اړیکو غوښتونکي یو.  موږ باور لرو چې د یوه هېواد امنیت باید د بل هېواد د ناامنۍ پر بیه تأمین نه شي.»

مولوي زین‌الله عابر زیاتوي: موږ خپلو ټولو ګاونډیانو، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته کلک ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه هېڅ امنیتي تشویش و نه لري، موږ لګیا یو ټول هغه عوامل له منځه یوسو چې زموږ هیواد، ګاونډ او نړۍ د ناامنۍ له خطر سره مخ کوي.»

امنیت او اقتصادي پرمختګ

د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس ویلي چې په اوسنۍ نړۍ کې امنیت او اقتصاد له یو بل سره نږدې تړاو لري؛ د امنیت په شتون کې پانګونه او سوداګري پراخېږي، لویې پروژې عملي کېږي، د کار زمینه برابرېږي او د بې‌ثباتۍ عوامل راکمېږي.

د ده په وینا، افغانستان د طبیعي زېرمو، کرنیز ظرفیت، جغرافیایي موقعیت او سیمه‌ییز اتصال له پلوه د اقتصادي پرمختګ پراخ فرصتونه لري او د دغه هېواد امنیت نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال لپاره هم مهم دی.

دی وایي، افغانستان د داسې نړیوالې همکارۍ ملاتړ کوي چې امنیت او پرمختګ یو د بل بشپړوونکي وګرځوي.

له چین سره امنیتي همکاري

عابر ویلي چې چین د افغانستان ګاونډی او د سیمې مهم هېواد دی او د دواړو هېوادونو جغرافیایي نږدېوالی او ګډې امنیتي او اقتصادي ګټې ایجابوي چې اړیکې یې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ لا پیاوړې شي.

ده په سیمه کې د سولې، ثبات، اقتصادي همکاریو او د افغانستان د پرمختګ په ملاتړ د چین دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې افغانستان چمتو دی له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د ناامنۍ، نشه‌یي توکو، سازمان‌یافته جرمونو، قاچاق او نورو ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې همکاري لا پراخه کړي.

هغه ټینګار کړی چې امنیتي همکاري باید د هېوادونو د حاکمیت او متقابل درناوي پر بنسټ وي، نه د فشار او تحمیل پر بنسټ.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه

مولوي زین‌الله عابر ویلي چې نشه‌یي توکي د امنیت، اقتصاد، ټولنې او ځوان نسل لپاره جدي ګواښ دی.

د هغه په وینا، افغانستان د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات کړي، خو له دې پدیدې سره مبارزه یوازې د افغانستان مسؤولیت نه شي کېدای او لکه څنګه چې نشه یی توکي د ټولی نړۍ لپاره خطرناک دي، له هغوی سره مبارزه هم د ټولې نړۍ مسوولیت دی.

مولوي زین‌الله عابر زیاته کړې چې د نشه‌یي توکو د بشپړ له منځه وړلو لپاره باید د تولید، قاچاق، مالي شبکو او نړیوال بازار ټول اړخونه په ګډه وڅېړل شي. ده له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بدیل معیشت، کرنې، اقتصادي فرصتونو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي.

نوي امنیتي ګواښونه

د عابر په وینا، په وروستیو کلونو کې د امنیت مفهوم پراخ شوی او اوس یوازې وسله‌وال ګواښونه امنیتي موضوعات نه ګڼل کېږي، بلکې سایبري جرمونه، د معلوماتو ناوړه استعمال، د مالي شبکو ناقانونه فعالیتونه، د انسانانو او وسلو قاچاق، نشه‌یي توکي او سازمان‌یافته جرمونه هم د هېوادونو ملي امنیت ته جدي ګواښونه دي.

ده وړاندیز کړی چې د هېوادونو ترمنځ د امنیتي ادارو اړیکې، د تجربو تبادله، مسلکي روزنه او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو قانوني او مسؤولانه میکانیزمونه پیاوړي شي.

د افغانستان پیغام

مولوي زین‌الله عابر ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت پیغام روښانه دی؛ افغانستان داسې سوله غواړي چې د متقابل درناوي پر بنسټ وي، داسې امنیت غواړي چې د سیمې د ټولو هېوادونو ګډ امنیت وي او داسې اقتصادي پرمختګ غواړي چې د امنیت، ثبات او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړ وي.

عابر زیاته کړې چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره داسې اړیکې غواړي چې د دغه هېواد حاکمیت، خپلواکي، ملي ګټې او د افغانانو مشروع غوښتنې پکې په پام کې ونیول شي.

هغه ویلي چې د نړۍ اوسني امنیتي بحرانونه ښيي چې هېڅ هېواد نه شي کولای د نن ورځې ټول امنیتي ګواښونه په یوازې ځان له منځه یوسي. د ده په وینا، هېوادونه باید له تقابل څخه همکارۍ، له بې‌باورۍ څخه باور او له یو اړخیزو امنیتي محاسبو څخه ګډ امنیت ته مخه کړي.

ده زیاته کړې چې افغانستان د جګړو له اوږدې تجربې وروسته د سولې او ثبات اهمیت ښه درک کوي او د داسې سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ملاتړ کوي چې پر متقابل درناوي، ګډ مسؤولیت او ګډو ګټو ولاړ وي.

د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس هیله څرګنده کړې چې د کنفرانس خبرې یوازې تر غونډې محدودې نه شي، بلکې د هېوادونو ترمنځ د عملي امنیتي همکاریو، د باور د رامنځته کېدو او تلپاتې ثبات لپاره په عملي اقداماتو بدلې شي.