کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، ایران د افغانستان له امارتي شرکتونو سره د نفتو، برېښنا، سرې، اصلاح شوو تخمونو او چرګانو روزنې برخو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې او ټاکل شوې د دغه ریاست رئیس هم په نږدې راتلونکي کې د نفتي توکو اړوند قراردادونو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه د خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي.
د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او په کابل کې د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د نفتو، برېښنا، سرې تولید او کرنې برخو کې یې د ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ریاست عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېکدلي سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
سرچینې لیکلي، بلال په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له ایران سره یې د امارتي شرکتونو د فعالیتونو اړوندو برخو کې ګډې همکارۍ مهمې بللې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران سفیر د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د نفتو، برېښنا، سرې تولید، اصلاح شوو تخمونو، چرګانو روزنې او نورو اړوندو برخو کې د افغانستان له امارتي شرکتونو سره همکارۍ ته لېوال دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.
دغه ریاست زیاته کړې، د دې ادارې رئیس به په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي، څو د نفتي توکو اړوند قراردادونه ترسره کړي، د سوداګرۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي او په بېلابېلو برخو کې له ایراني چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي.