کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شلاوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
همدارنګه دغه شلاوریزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربهتوب په هند کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې خپلې دوه لوبې هند ته بایللې دي.