ژبه

حال‌وش: په ایران کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ افغان کډوالو ژوند بایللی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۰

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې سیستان او بلوچستان کې د یو شمېر افغانانو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له امله ۷ کسانو ژوند بایللی او نهه نور ټپیان شوي؛ د «حال‌وش» سازمان ویلي چې یاد ۱۶ کسان افغانان دي.

تسنیم خبري اژانس د ایران د لارو پولیسو د مشر سیاوش محبي له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ورځ (۲۷ وږي) سهار شاوخوا اته بجې د «سرباز لارې په ۱۵ کیلومترۍ» کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، یوه پژو ۴۰۵ ډوله موټر د ډیزلو له یوه زامیاد موټر سره مخامخ ټکر کړی او لومړنیو څېړنو ښودلې چې په پژو موټر کې یو شمېر افغانان سپاره وو.

تسنیم لیکلي چې په دې پېښه کې ا۷ کسانو ژوند بایللی او نهه نور ټپیان شوي او ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. دغه خبري اژانس د یادو کسانو د هویت او تابعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

بلخوا، «حال‌وش» راپور ورکړی چې دغه پېښه د ایرانشهر–جکیګور پر لاره، د سرباز په سیمه کې رامنځته شوې او په کې ۷ افغان کډوالو ژوند بایللی او نهه نور ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ همداراز لیکلي چې د کډوالو لېږدوونکي موټر چلوونکي او د تېلو لېږدوونکي موټر بلوچ چلوونکي هم ژوند بایللی دی. «حال‌وش» د تېلو لېږدوونکي موټر چلوونکی «سجاد حسین‌زهي» د عبداللطیف زوی او د سرباز ولسوالۍ د باتک کلي اوسېدونکی بللی دی.