ژبه

ننګرهار کې څلور ترافیکي پېښې؛ اووه کسان مړه او یو تن ټپي شوی

ولي محمد شینواری

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۰

Views: ۲

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د جلال‌ښار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښې تېره ورځ د جلال‌اباد ښار د لومړۍ او اوومې امنیتي حوزې اړوند قصبه او سبزآباد سیمو او د بټي‌کوټ او کوټ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې را منځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې ایکوا موټر له ونې سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې څلور مېرمنو، چې ټولې د یوې کورنۍ غړې وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی او موټرچلوونکی سخت ټپي شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه، د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه سوزوکي موټر یو ماشوم وهلی دی.  سرچینه لیکي چې دغه ماشوم هم ژوند له لاسه ورکړی.

امنیه قوماندانۍ لیکلی، د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په قصبه سیمه کې بیا  ټیلر موټر یو ماشوم وهلی او ماشوم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خبرپاڼې له مخې، د اوومې حوزې اړوند  سبزاباد په سیمه کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه رعایت له امله رامنځته شوې دي.