ژبه

کونړ کې یو کس د خپل یوه ماشوم وراره د قتل په تور نیول شوی

احمد صهیب حسرت

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۵

Views: ۶

اسعداباد (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د کونړ امنیه قومانداني وایي، هغه کس نیول شوی چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې له ورور سره د شخړې پر مهال خپل یونیم کلن وراره په بېلچه وهلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ  د لوټانو ساحي د کرموټا په سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال یو کس خپل یو نیم کلن وراره په بېلچه وهلی او مړ شوی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې یاد کس نیول شوی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.