ژبه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۱

Views: ۳

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربه‌توب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په برازیل کې د «Copa das Nações de Futsal» په نوم د فوټسال په شپږ‌اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي، دغه سیالۍ  د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ‌B  ګروپ کې د جاپان او پیرو هېوادونو له ملي لوبډلو سره لوبېږي.

د دغو سیالیو په A  ګروپ کې بیا د برازیل، اندونیزیا او کېپ‌ورد ملي لوبډلې برخه لري.

د فوټبال فدراسیون ویلي چې د برازیل په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د سفر او هوټل کې د اوسېدو ټول لګښتونه دوی ورکوي.