کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د جودو فدراسیون وایي، د جودو افغان لوبغاړي حکمتالله رحماني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل کمبودیایي سیال ته ماته ورکړه.
د افغانستان د جودو فدراسیون نن ویلي چې د جودو لوبغاړي حکمتالله رحماني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې په ۶۶ کیلوګرام وزن کې خپل کمبودیایي سیال ته ماته ورکړه.
په دغو سیالیو کې د جودو دوه افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.
دغهراز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.