ژبه

بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي

احمد صهيب حسرت

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، دوه انسان‌تښتوونکي چې د ننګرهار له مرکز جلال‌اباد ښاره یې یو ۱۲ کلن ماشوم تښتولی و، د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې نیول شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان یو یې د لغمان او بل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او تورن دي چې د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی ۱۲ کلن جواد یې تښتولی او بدخشان ولایت ته یې انتقال کړی و.

سرچینه زیاتوي، تښتول شوی ماشوم د کشفي عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ له شکمنو کسانو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت لیکلي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.