هرات (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د اسلامکلا بندر کې اورلګېدنه د عملیاتي ټیمونو او امنیتي ځواکونو په ګډو هڅو مهار شوې ده؛ خو ۱۵ ټانکر موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور یو څه زیانمن شوي دي.
د یادونې ده، تېره ورځ ماښام (چهارشنبه، د تلې ۸مه) د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې د دغه ریاست د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي امر قاري حذیفه ویلي چې د اورلګېدنې له رامنځته کېدو وروسته عملیاتي ټیمونه سیمې ته استول شوي او د اور مړ کولو او نورو برخو ته یې د پراخېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دغو ټیمونو د امنیتي ځواکونو او ادارو په همکارۍ، له پرلهپسې هڅو وروسته وتوانېدل چې اورلګېدنه په بشپړه توګه مهار کړي.
د نوموړي په خبره، د لومړنیو څېړنو له مخې، د نفتي توکو ۱۵ ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور بیا یو څه زیانمن شوي دي.
قاري حذیفه ویلي چې د اور له مړ کېدو وروسته هم عملیاتي ټیمونه په سیمه کې حضور لري او د بیاځلي اورلګېدنې د مخنیوي په موخه ساحه له نږدې څاري او ارزوي.
مسوولین وایي چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل او له امله یې د اوښتو زیانونو کره کچه نه ده معلومه او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات وړاندې شي.