ژبه

خلیلزاد: پاکستان بايد د بې‌ګناه افغانانو وژنه ودروي

andar

۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱:۲۴

Views: ۲

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان تازه بریدونه غندلي او له دغه هېواده يې غوښتي چې نور بايد د بې‌ګناه افغانانو وژنه ودروي.
خلیلزاد نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان له خوا ډېر خواشینوونکی خبر دی؛ د پاکستان هوايي بریدونو یو ځل بیا د ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړې، لکه د تېر په څېر، دغه بریدونه په کلکه غندي او نور بايد د بې‌ګناه افغانانو وژنه ودرول شي.
د يادونې ده، نن سهار وخته د پاکستان پوځي رژيم په کونړ او هلمند کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بريدونه وکړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پاکستان تېره شپه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی دی.
هغه زياته کړې، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.
هغه دغه بریدونه غندلي او د ټولو منل شوو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بللی دی.