ژبه

امریکا پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه ولګول

زرغونه صالحی

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د امریکا د خزانې وزارت د ایران د موټرو، رېل، تولید او فولادو پر یو شمېر شرکتونو او ورسره تړلو بهرنیو شبکو نوي بندیزونه لګولي او ویلي یې دي، موخه یې د ایران پر عایداتي او صنعتي سرچینو د فشار زیاتول دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه اقدامات د «اقتصادي منزوي کولو عملیاتو» په نوم د هغه کمپاین برخه ده چې واشنګټن د روان کال د اګسټ په ۲۴مه د ایران پر وړاندې پیل کړی و.

سرچینې ویلي، د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې «اوفک» د ایران د موټرو او رېل سکټورونه د بندیزونو تر پوښښ لاندې راوستي او په دغو برخو کې یې یو شمېر مهم شرکتونه هم په نښه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، په دغو شرکتونو کې د ایران دوه لوی د موټر جوړونې شرکتونه «ایران‌خودرو» او «سایپا» هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد دواړه شرکتونه د ایران د موټرو د بازار له ۹۰ سلنې ډېره برخه جوړوي او دغه راز، «ایران‌خودرو ډیزل»، «پارس‌خودرو»، «زامیاد» او د موټرسایکل جوړولو دوه شرکتونه هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ایران د رېل په برخه کې «د ایران اسلامي جمهوریت د رېل پټلۍ شرکت»، «راجا مسافر وړونکو اورګاډو شرکت» او د باروړونکو اورګاډو یو خصوصي شرکت هم د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

د خزانې وزارت ویلي، په اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، ترکیه او هانګ‌کانګ کې یې هغه شرکتونه هم په نښه کړي چې د ایران د موټرو صنعت ته پرزې او نور توکي برابروي. دغه راز، د ایران د تولیدي او فولادو له سکتورونو سره تړلي یو شمېر شرکتونه او اشخاص په ایران، چین، جرمني، متحده عربي اماراتو او هانګ‌کانګ کې هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، دغه اقدام د ایران د هغو عایداتي سرچینو او شبکو د محدودولو په موخه شوی چې واشنګټن یې د ایران د حکومت د فعالیتونو د تمویل سرچینې بولي.

د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د نویو بندیزونو له امله په امریکا کې د په نښه شوو کسانو او شرکتونو شتمنۍ او مالي ګټې کنګل کېږي او امریکایي وګړي او شرکتونه، له ځانګړې اجازې پرته، په عمومي ډول له هغوی سره له معاملو منع کېږي. دغه وزارت زیاته کړې چې ځینې بهرني مالي بنسټونه هم له یادو کسانو او شرکتونو سره د ځانګړو معاملو په صورت کې د ثانوي بندیزونو له خطر سره مخ کېدای شي.

تر اوسه د ایران حکومت د دغو تازه اقداماتو په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

ایراني چارواکو تر دې مخکې د امریکا د اقتصادي فشارونو په غبرګون کې ویلي وو چې دغه ډول بندیزونه به ناکام شي، خپلو موخو ته به ونه رسېږي او ایران به د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نه شي.