ژبه

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

Sohrab Sarwari

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۸

Views: ۱

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم سیمه کې د یوه ویټز او کراس‌روډ موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.