ژبه

د فراه له بندره شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته توکي مسترد شوي

سهراب سروری

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي چې شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته کاشي، سرامیک او مایع قیر د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.

یادې ادارې نن (سه‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوه محمولې چې کاشي، سرامیک او مایع قیر پکې شامل وو، له ارزونې او کنټرول وروسته له داخلي معیارونو سره په ټکر کې وپېژندل شول او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو مخه ونیول شوه.

د شیخ ابونصر فراهي بندر د معیار او کیفیت امریت د معلوماتو له مخې، په لومړۍ محموله کې ۳۹ زره او ۷۱۶ کیلوګرامه کاشي او سرامیک او په دویمه محموله کې ۴۶ زره او ۶۶ کیلوګرامه مایع قیر شامل وو، چې ټولټال ۸۵ زره او ۷۸۲ کیلوګرامه کېږي.

د معیار او کیفیت ادارې مسوولینو ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د وارداتي توکو د ارزونې او کیفیت کنټرول بهیر په جدي، شفافه او دوامداره توګه روان دی او د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان‌رسوونکو توکو د واردېدو پر وړاندې به هیڅ ډول تساهل ونه شي.