ژبه

ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشيف

هجرت‌الله کاکړ

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۱

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د روان میلادي کال له پیله د اکټوبر تر درېیمې نېټې له ۵۸۱ زره ډېر افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۴۹۲ زره کسان په زور ایستل شوي دي.

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د اکټوبر په اتمه خپور شوی، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د اکټوبر تر درېیمې نېټې ټولټال ۵۸۱ زره او ۶۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ کسان، چې ۸۵ سلنه کېږي، په زور ایستل شوي دي.

د راپور له مخې، په روان کال کې د ټولو ستنو شوو کسانو له ډلې ۴۷۵ زره او ۴۰۰ کسان د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته افغانستان ته تللي چې له دې ډلې ۳۹۸ زره او ۱۰۰ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې هم له ۱.۹ میلیون ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي یا ایستل شوي وو چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او ۲۶۱ زره او ۶۰۰ کسان په زور يا جبري ایستل شوي وو.

د یادې ادارې په خبره، د راستنېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي په افغانستان کې پر لومړنیو خدمتونو، استوګنځایونو او د معیشت پر فرصتونو ډېر فشارونه راوستي او کوربه ټولنې یې هم له نورو ننګونو سره مخ کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د هغو افغانانو له ډلې چې د ۲۰۲۵ کال له پیله له ایرانه راستانه شوي، ۳۹ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي او ۲۷ سلنه یې ماشومان دي.

د دې ادارې د موندنو له مخې، د راستنو شوو کورنیو ۶۷ سلنه سرپرستان هېڅ ډول رسمي زده‌کړې نه لري او ۵۰ سلنه یې له کاري مهارتونو بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه‌راز ویلي چې د روان میلادي کال له پیله ۵۲ سلنه راستنېدونکي د هرات د اسلام‌کلا او ۴۸ سلنه نور د نیمروز د زرنج له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې هرات ولایت له ۲۱ سلنې، کابل له لس سلنې، فراه له اته سلنې، کندوز له اووه سلنې او نیمروز له پنځه سلنې سره د راستنېدونکو له عمده موخو څخه وو.

دغه اداره وایي چې د راستنو شوو کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه یې د اسلام‌کلا او زرنج په سرحدي لارو کې خپلې مرستندویې چارې زیاتې کړې دي.

د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې له ۳۲ زره او ۶۷۰ څخه ډېرو راستنو شوو کورنیو د دغې ادارې له مرستو ګټه اخیستې؛ دغه راز ۸۷۴ کسانو ته ترانسپورتي خدمتونه برابر شوي او دوه زره او ۳۴۵ کورنیو د لومړنیو اړتیاوو مرستندویې بستې ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې، د دغه بنسټ په وینا، ۲۰۵ زره او ۶۵۸ ستنو شوو کسانو هم له وېشل شوو ګرمو خوړو ګټه اخیستې ده.

په راپور کې دغه‌راز راغلي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې تر اوسه په ایران کې ۳۶۴ زره او ۹۰۰ افغان کډوال د دې ادارې له مرستو برخمن شوي چې له دې ډلې نهه زره او ۲۳۰ کسانو څو موخیزې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د کډوالو پراخې راستنېدنې او د بشري اړتیاوو زیاتېدو ته په پام، په افغانستان کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د نړیوالې ټولنې انعطاف‌منونکي او دوامدار ملاتړ ته اړتیا ده.