منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

المان ۱۳ نور افغانان کابل ته راولېږل

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو پر بنسټ، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ويلي چې ۱۳ افغانان په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږدول شوي دي.

د جرمني «اېن‌ټي‌وي» د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې ټول لېدول شوي کسان افغان نارینه او په جرمني کې د «جرمونو ترسره کولو» له امله تر قانوني څار لاندې وو.

د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې چې دغه کسان د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوي او د هغوی د ايستلو بهیر پرون (سې‌شنبه) بشپړ شوی دی.

د دغو کسانو د هویت، د اوسېدو د ځای او د بند د مودې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

د یادونې ده، د يادې جرمني رسنۍ په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو له ايستلو سره، له جرمني افغانستان ته د انتقال شوو افغانانو شمېر ۲۶۳ ته رسېدلی، چې نږدې ټول یې «مجرم» بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي په ۲مه هم جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتکې له لارې افغانستان ته ستانه کړي وو.