کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې د ایران د روان کړکېچ هواري لپاره هر ډول مرستې ته چمتووالی لري.
د روسيې اینټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د ترکمنستان په ترکمنباشي ښار کې له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې کړې دي.
پوتین ویلي چې په سیمه کې روان وضعیت اوس تر ټولو جدي ستونزه ده او روسیه چمتو ده چې د دغه کړکېچ هواري لپاره له ایران سره هر ډول مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې چې ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتینې هڅې کړې او د کړکېچ د سولهییز هواري لپاره یې نوې وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له دریځه مننه کړې او ویلي یې دي چې د تهران او مسکو اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغهراز د الجزیرې د راپور له مخې، پزشکیان ټینګار کړی چې ایران د جګړې د ژر پای ته رسولو هڅې کوي، خو د ده په وینا، د هر ډول هوکړې لپاره باید د ایران حقونو ته درناوی وشي او هوکړه عادلانه او متوازنه وي.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي او د احتمالي هوکړې پر شرایطو د دواړو لورو اختلافونه لا هم پر ځای دي.