کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په امریکا کې د تېلو بیو ټیټېدو په موخه یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ډېزلو د وارداتو په اړه هوکړه کړې ده.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ پرون ویلي چې روسیه به په لومړي پړاو کې څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډېزل امریکا ته صادر کړي. ټاکل شوې چې د نومبر په میاشت کې ۵۰۰ زره ټنه نور او له هغه وروسته یو میلیون ټنه ډېزل هم برابر کړي.
هغه زیاته کړې چې تر دې لږه موده وروسته به درې میلیون ټنه نور ډېزل هم امریکا ته صادر شي.
بلخوا، د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف نن (شنبه) ویلي چې د پوتین او ټرمپ ټیلېفوني خبرو شاوخوا یونیم ساعت دوام وکړ او رغنده او دوستانه وې.
د راپور له مخې، اوشاکوف زیاته کړې چې دواړو لورو د اقتصادي مسایلو او د نفتي محصولاتو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، پوتین ویلي چې روسیه د امریکا او نړۍ بازارونو ته د تېلو او نفتي محصولاتو برابرولو ته چمتو ده او ډاډ یې څرګند کړی چې دغه اقدام به پر نړۍوال اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
کرملین هم ویلي چې پوتین او ټرمپ په خپلو ټیلېفوني خبرو کې د اوکراین د کړکېچ د حل پر لارو، د ایران پر وضعیت او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
خو د روسیې او امریکا چارواکو تر اوسه امریکا ته د ډېزلو د انتقال د لګښتونو د ورکړې څرنګوالي په اړه کره جزئیات نه دي وړاندې کړي.
دا هوکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې ټرمپ تېره میاشت د روسیې پر وړاندې د پراخو بندیزونو لګولو لپاره یو قانون لاسلیک کړی و. د دغه قانون موخه د مسکو د نفتو او ګازو د عوایدو محدودول بلل شوي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د تمویل سرچینې هم پکې شاملې دي.
اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر دغه اقدام نیوکه کړې او د پیاوړو متحدینو له خوا یې کمزوری تصمیم بللی دی.
هغه ویلي چې دا ډول هوکړه له روسیې سره مرسته کوي چې جګړه د اوږدې مودې لپاره روانه وساتي او خپل بریدونه زیات کړي.