کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ د روانې تلې میاشتې په ۲۲مه پیلېږي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د والیبال غوره لیګ سیالیو د پچېاچونې مراسم پرون ترسره شول.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې چې د افغانستان د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د روانې تلې میاشتې په ۲۲مه پیل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیګ لس لوبډلې ګډون کوي چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
د پچه اچونې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق والیبال د افغانستان له مخکښو او غوره ورزشونو څخه وباله او ویې ویل چې دغه ورزش په هېواد کې د پام وړ وده کړې او په ټولو ولایتونو کې مینوال لري.
هغه د والیبال ملي فدراسیون هڅې وستایلې او د ۲۰۲۴ کال د مرکزي اسیا (کافا) جام سیالیو کې یې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې دویم مقام خپلول د ستاینې وړ وبلل.
وثیق د افغانستان د ورزش په وده کې د ملي سپورټ هڅې هم وستایلې او مننه یې ترې وکړه چې د هېواد ورزشي سیالۍ یې په ژوندۍ بڼه په ښه توګه تر هېوادوالو رسولي دي.
ورته مهال، د راډیو عمومي ریاست مرستیال مولوي ضیاالحق حقمل د والیبال غوره لیګ د افغانستان له مهمو ورزشي لیګونو څخه وباله او ډاډ یې ورکړ چې د تېرو کلونو په څېر به د دغه لیګ ټولې سیالۍ په منظم ډول او له نویو نوښتونو سره په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ورزش له ادارو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او مهمې ورزشي برنامې به په ژوندۍ بڼه خپروي.
بلخوا، د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان والیبال یوازې ورزش نه، بلکې د خلکو ترمنځ د نږدېوالي یوه اغېزناکه وسیله وبلله.
هغه له ورزشکارانو وغوښتل چې په پوره لېوالتیا او د ورزشي اصولو په رعایتولو سره په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
پیمان ویلي چې د والیبال ملي فدراسیون ته دغه لیګ ځانګړی اهمیت لري او هڅه کوي چې له دې لارې غوره استعدادونه وپېژني، څو په راتلونکو ملي او نړیوالو سیالیو کې ترې ګټه واخیستل شي.