کابل (پژواک، د تلې ۲۰ مه، ۱۴۰۵): فاطمه جعفري ۱۴ کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه؛ نږدې لس کاله یې په ایران کې تېر کړل؛ خو یونیم کال مخکې بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه؛ هغه – چې اوس په کابل کې په یوه قهوهخونه کې کار کوي – وايي چې وطن ته له راستنېدو سره یې د سکون احساس پیدا کړی دی.
د پژواک د «اینۀ زن» په دې خپرونه کې فاطمه جعفري معرفي کوي؛ هغه نجلۍ چې افغانستان ته تر راستنېدو وروسته له شاوخوا یونیم کال راهیسې د کابل ښار په یوه قهوهخونه کې کار کوي.
د زدهکړو بشپړولو هیله او په وطن پسې خپګان

جعفري په ۱۴ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه؛ هماغه مهال د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې ونه شو کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
هغه وايي، په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې یې هیله لرله چې د الوتکې خدمه شي او بېلابېلو هېوادونو ته په سفر کولو نړۍ وویني؛ خو د کډوالۍ د شرایطو له امله ونه توانېده خپلې زدهکړې بشپړې کړي او موخې ته ورسېږي.
سره له دې، د زدهکړو نیمګړې پاتې کېدو د فاطمې د پرمختګ هڅې ونه درولې؛ هغې په ایران کې د اوسېدو پر مهال د سینګار، خیاطۍ او قهوې جوړولو مهارتونه زده کړل.
فاطمه زیاتوي چې د کډوالۍ پر مهال یې د سکون احساس نه کاوه، تل یې هیله لرله چې یوه ورځ بېرته خپل وطن ته راستنه شي.
جعفري وايي: «کله چې افغانستان ته راستنه شوم، ډېر ښه احساس مې درلود؛ داسې مې احساسوله چې خپل کور ته راستنه شوې یم او ارامي مې احساسوله، هيڅکله پر دې پښېمانه نه یم چې خپل هېواد ته راستنه شوې یم.»
هغې زیاته کړه: «په نوې ځوانۍ کې کډواله شوم؛ په داسې وخت کې چې انسان تازه له ټولنې سره اشنا کېږي. دا راته رښتیا هم سخته وه؛ ځکه له خپلې ټولنې څخه داسې یوې بلې ټولنې ته ځې چې لهجه، کلتور او خلک یې توپیر لري.»
هېواد ته راستنېدل؛ د پرمختګ لپاره نوې لارې ټاکل
فاطمه چې په ایران کې یې هم یونیم کال په یوه قهوهخونه کې کار کړی و، افغانستان ته تر راستنېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې دغه کار ته دوام ورکړي.
هغه وايي، په خپل کاري چاپېریال کې د ارامۍ احساس کوي او هره ورځ نوي مهارتونه زده کوي.
فاطمه په خپل فارغ وخت کې د یوټیوب له لارې د بېلابېلو ډولونو قهوې جوړولو طریقې هم زده کوي، څو خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي.
نوموړې وايي: «ما ډېرې دندې وازمایلې؛ لکه خیاطي او سینګار، خو کله چې قهوهخونې ته راغلم، پوه شوم چې همدغه کار زما لپاره مناسب دی. له خپل کار او هغه ځای څخه چې کار پکې کوم، رښتیا هم خوند اخلم.»
هغې چې له دې دندې سره مینه لري او هڅه کوي په دې برخه کې مسلکي شي، زیاته کړه: «کېدای شي لا بشپړه مسلکي قهوه چمتوکوونکې نه یم، خو بیا هم تر یوه بریده په دغه مسلک کې پوهېږم.»
فاطمه په دې کافه کې یوازېنۍ ښخینه کارکوونکې نه ده؛ د هغې په خبره، دوه نورې ښځې هم ورسره کار کوي.
هغه وايي، په دې کافه کې د ښځینه کارکوونکو شتون د دې لامل شوی چې ډېرې ښځې او نجونې ورته مراجعه وکړي؛ ځکه د ښځینه کارکوونکو په لیدو سره ډېر د سکون احساس کوي.
د فاطمې په خبره، د کافې مسوولین هڅه کوي د نجونو ملاتړ وکړي او داسې زمینه ورته برابره کړي چې خپلې وړتیاوې او هنرونه نندارې ته وړاندې کړي.
هغې زیاته کړه چې څو ورځې مخکې هم په دې کافه کې د نقاشۍ نندارتون جوړ شوی و او ګڼ شمېر نجونو ګډون پکې کړی و.
نوموړې وايي، د کافې یوه برخه کتاب لوستلو ته ځانګړې شوې ده او مراجعین کولای شي هلته له دغه فرصته ګټه واخلي.
فاطمه په قهوهخونه کې د کار ترڅنګ، د انلاین زدهکړو له لارې ترکي ژبه هم زده کوي. هغه وايي، د کاري بوختیاوو له امله د حضوري زدهکړو په ټولګیو کې د ګډون فرصت نه لري.
د کورنۍ ملاتړ او د راتلونکي هیلې
فاطمه د خپلې کورنۍ د ملاتړ یادونه هم کوي او وايي، مور او پلار یې په ټولو هغو برخو کې چې هغې انتخاب کړې، ورسره درېدلي دي.
هغې وویل، کله چې کورنۍ یې ولیدل چې د قهوهخونې له کار سره ښه بلده ده، نو ملاتړ یې لا زیات شو.
هغه وايي، د ډېرو نورو خلکو په څېر هیله لري چې یوه ورځ خپل کاروبار او خپل ځانګړی ځای ولري؛ خو اوس تر ډېره له سفر کولو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د قهوهخونو له پېژندلو سره مینه لري.
جعفري زیاتوي چې د قهوهخونې د کار د سختوالي په اړه د عام تصور خلاف، نوموړې په دغه چاپېریال کې له کار کولو خوند اخلي او هر څومره چې د مراجعینو شمېر زیاتېږي، هماغومره یې د کار انګېزه او خوند هم ډېرېږي.
فاطمې په پای کې د افغانستان نجونو ته په پیغام کې وویل: «له خپلو هیلو لاس مه اخلئ او د هغو د ترلاسه کولو لپاره هڅه پیل کړئ، ډاډه و اوسئ، که د الله تعالی په توکل مو پیل وکړ، خپلو موخو ته به رسېږئ.»
د فاطمې جعفري ورور سید محمدرضا جعفري وویل چې د کورنۍ غړي یې ټول د کوم مسیر چې دې غوره کړی، ملاتړ کوي.

هغه په دې لاره کې د خپلې خور هڅې وستایلې او ویې ویل چې د یوه ورور په توګه د فاطمې او د خپل هېواد د ټولو نجونو لپاره د بریا هیله لري.
نوموړي وویل: «څومره به ښه وي چې زموږ ټول وروڼه د خپل هېواد د میندو او خویندو د بریا لپاره هڅې وکړي.»
د قهوهخونې مسوول: زموږ موخه د ښځو د استعدادونو او وړتیاوو ملاتړ دی
د کافې مسوول سید سرور علیزاده پژواک ته وویل چې په دې کافې کې د نجونو ګومارلو پرېکړه د دې لپاره شوې چې ښځو ته په یوه خپلواک چاپېریال کې د کار زمینه برابره شي؛ ځکه د ښځو او نارینهوو برخې سره جلا دي.

د هغه په وینا، د کافې د ښځو برخه په خپلواکه توګه فعالیت کوي او ټول کارونه یې، د قهوې له چمتو کولو څخه نیولې د ګارسونۍ تر خدمتونو پورې، د ښځو له خوا ترسره کېږي.
علیزاده زیاته کړه چې اوس مهال په دې کافه کې درې نجونې کار کوي چې دوه یې مېلمنو ته د هرکلي او خدمتونو وړاندې کولو مسوولیت لري او یوه یې قهوه جوړوي.
هغه وویل چې ښځو له دې کافيخونې ښه هرکلی کړی او ښځینه مراجعین په داسې چاپېریال کې له حضور څخه خوښې دي چې ټولې چارې یې د ښځو له خوا ترسره کېږي.
نوموړي دغهراز وویل چې د دوی موخه یوازې ښځو ته د کار زمینه برابرول نه دي، بلکې غواړي د خپلو فعالیتونو په پراخولو او د نورو څانګو په پرانیستلو سره د ښځو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو د استعدادونو او وړتیاوو ملاتړ وکړي چې په ولایتونو کې امکاناتو او مجازي فضا ته محدود لاسرسی لري؛ څو هغوی وکولای شي خپلې وړتیاوې وښيي او د خپلو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه ومومي.
د یادونې ده، فاطمه جعفري کډوالۍ، د زدهکړو پاتې کېدو او د ژوند د لارې بدلون د نوي راتلونکي جوړولو له هڅو راونه ګرځوله، بلکې افغانستان ته تر راستنېدو وروسته یې د نوو مهارتونو په زده ګږلږ او د کار بازار ته په ننوتلو سره یې د ځان لپاره نوې لاره غوره کړه او اوس هڅه کوي خپلې موخې او هیلې تعقیب کړي. دا کیسه ښيي چې د ژوند د لارې بدلېدل د سفر پای نه دی؛ بلکې د هڅې او هیلې پر مټ د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي.