ژبه

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

پژواک

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۱:۱۸

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي او د هغه په وینا، د نړۍ ډېر هېوادونه هم دې لیدلوري ته نږدې شوي دي.

سپوتنیک راپور ورکړی چې لاوروف دغه څرګندونې په مسکو کې «د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او شانګهای همکاریو سازمان په ګډ کنفرانس» کې کړې دي.

د راپور له مخې، لاوروف ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي او د نړۍ د هېوادونو مخ پر زیاتېدونکی شمېر هم دې درک ته رسېږي.

هغه دغه راز ویلي چې روسیه له کابل سره تعامل ته دوام ورکوي او غواړي د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې هڅې پیاوړې شي.

د راپور له مخې، لاوروف د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د معلوماتو په حواله ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اپیومو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.

هغه دا «د پام وړ پایله» بللې ده.

لاوروف همداراز ویلي چې د افغانستان حکومت د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې، د مالي زېرمو د نشتوالي له امله، له ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړې: «په دې تړاو به روسیه د افغانستان له خلکو سره خپل وس اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.»

د هغه په وینا، افغانستان به “د امریکا او ناټو هېوادونو له ۲۰ کلن اشغال” وروسته د بیا رغونې لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ولري.

لاوروف ویلي، ځینې بهرني لوري به هڅه وکړي چې پر سیمه‌ییز امنیت منفي اغېز وکړي او دغه وضعیت د خپلو ګټو لپاره وکاروي.