ژبه

مجاهد: د ملي مصلحتونو خلاف د مطالبو نه خپرول د رسنیو د سانسور په معنا نه دي

امين سمسور

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۱

۱ کتنې

کابل (پژواک)ـ د اسلامي امارت ویاند وايي، ا.ا د رسنیو د سانسور اراده نه لري او د ملي مصلحتونو خلاف د هغو مطالبو نه خپرول چې خپرېدو ته یې اړتیا نه وي، سانسور نه ګڼل کېږي. هغه له دولتي ویاندویانو وغوښتل چې له رسنیو سره کره معلومات پر وخت شریک کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د کندهار نوی مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تایب نن دوشنبه د کندهار ولایت په مقام کې له خبریالانو سره وکتل.

ذبیح الله مجاهد په دغې کتنه کې وویل چې، ا.ا د رسنیو د سانسور اراده نه لري او هغه مطالب چې د ملي مصلحتونو خلاف وي او د خپرېدو اړتیا یې نه وي، نه خپرول یې د رسنیو د سانسور په معنا دي.

هغه د خبریالانو د هڅو او فعالیتونو په ستایلو سره ټینګار وکړ چې خبریالانو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې او د پېښو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات پر وخت ورسره شریک شي.

ده له دولتي ویاندویانو هم وغوښتل چې د شایعاتو د مخنیوي او د معلوماتو په برخه کې د روڼتیا د تأمین لپاره کره معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، څو خبریالان د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ومومي او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

مجاهد زیاته کړه چې ځینې بهرنۍ کړۍ د افغانستان په اړه د رسنیزې ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کوي خو دا ډول هڅې به یې پایله ونه لري.

هغه وویل چې په ټول افغانستان کې امنیت په ښه توګه ټینک دی، خو ځینې کړۍ کوچنۍ پېښې لویې ښيي او په دې توګه د خلکو ترمنځ اندېښنې پیدا کوي.

په ورته مهال، د کندهار نوي مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تایب وویل، چې ځینې هېوادونه له افغانانو سره فکري جګړه پر مخ وړي.

ده له خبریالانو وغوښتل چې د دغې فکري جګړې پر وړاندې هوښیار اوسي او د افغانستان د دښمنانو د ناسمو تبلیغاتو او پروپاګنډ پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

بل‌خوا په دې غونډه کې خبریالانو هم د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې خپل راپورونه او مطالب خپروي، خو هغه راپورونه چې د خلکو غوښتنې، ورځنۍ ستونزې او اړتیاوې منعکسوي باید پر اسلامي امارت د نیوکې په معنا تعبیر نه شي.

خبریالانو ټینګار وکړ چې د رسنیو له لارې د خلکو د ستونزو او غوښتنو مطرح کول د خبریالۍ د مسلکي مسوولیت یوه مهمه برخه ده او د دغو موضوعاتو خپرېدل باید د ستونزو د حل او د خلکو د غږ تر چارواکو د رسولو په موخه وبلل شي.