کابل (پژواک) – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې هېواد یې د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر ضد مبارزې او دفاعي برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخوي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، زاخارووا نن په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې روسیه همدارنګه چمتو ده له ډيپلوماټیکو لارو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
هغې زیاته کړې چې روسیه به له کابل سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، نشهيي توکو پر ضد اقداماتو او دفاعي چارو په برخو کې خپلې همکارۍ په پرلهپسې توګه پراخې کړي.
روسیې او افغانستان د مې میاشتې په ۲۷مه د نظامي ـ تخنیکي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
زاخارووا ټینګار کړی چې د سیمې امنیت ته د متوجه ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډه دنده ده او د دې موخې ترلاسه کول د رغنده تعامل او د ټولو ښکېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.