کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم د امریکا د ۱۱ میلیارد ډالرو لګښت ته په اشاره ویلي چې د دغه ملاتړ لګښت د امریکایي مالیهورکوونکو له پيسو ورکول کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «متحده ایالتونو په تېرو درېیو کلونو کې د مالیهورکوونکو ۱۱ میلیارد ډالر د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګولي دي.»
عراقچي ادعا کړې چې د اسرائیل د دفاع لپاره خپله تر اسرائيل امريکا ډېر دفاعي توغندي توغولي دي.
نوموړي زیاته کړې: «دا نور د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکه نه ده، بلکې یوه استثماري او یو اړخیزه اړیکه ده.»
عراقچي په خپل دغه پیغام کې یوه جدول ته اشاره کړې چې په کې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د اسرائیل د دفاع لپاره د امریکا له لوري د توغول شوو دفاعي توغندیو د شمېر او لګښت په اړه خپاره شوي اټکلونه وړاندې شوي دي.
د یادونې ده، امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال د ګډو پوځي همکاریو په چوکاټ کې په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي دي.