Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړۍوال سازمان د دودیزو درملو دویمې سرمشریزه کې ګډون وکړ

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په هند کې د روغتیا نړۍوال سازمان د دودیزو درملو د دویمې سرمشریزې پای‌غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، په دې سرمشریزه کې د هند لومړي وزیر نريندرا مودي، د روغتيا نړۍوال سازمان مشر ډاکټر ټيډورس ادهانوم، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو، د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو، د بېلابېلو هېوادونو مسلکي متخصصینو او د روغتیا نړۍوال سازمان د بېلابېلو حوزو مسولینو ګډون کړی و.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر ډاکټر ټيډورس ادهانوم د يادې سرمشریزې پای‌غونډه کې ویلي، دودیزه درملنه د نړۍ د روغتیايي سیسټمونو یوه مهمه او نه جلاکېدونکې برخه ده او که په علمي شواهدو، قوي مقرراتو او منظم ادغام ولاړه وي، کولای شي د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي، لګښتونو د کمښت او د ټولنیزې هوساینې برخو کې مهم رول ولوبوي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، دودیز درمل او لرغونې روغتیايي پوهه د بشریت ګډ میراث دي او کولای شي د نړۍ د روغتیايي ننګونو لپاره اغېزناکه، دوامدار او د لاسرسي وړ حل‌لارې وړاندې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په دې سرمشریزه کې په افغانستان کې د دودیزې درملنې د بهیر د لا پیاوړي کېدو په موخه ګډون کړی او په دې تړاو یې خپله وینا هم کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.