Language

ايساف  په اسمارو کې  لسو عامو وګړيو ته د مرګ ژوبلې اوښتل ومنل

اسعد اباد ( پژواک ٢٦ تله ٩٠ ) : ايساف ځواکونو ومنله، چې څلور ورځې مخکې يې د کونړ په اسمارو ولسوالۍ کې  لسو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 څلورورځې مخکې ايساف ځواکونو  د اسمارو ولسوالۍ د شنګرپه سېمه کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ لسوتنوته مرګ ژوبله اړولې وه.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ايساف د کورنيو چارو وزارت د يوه پلاوي په ملتيا په هغه سيمه ، چې ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، پلټنې وکړې .

 د هغه په وينا، له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې د ايساف په عملياتو کې وژل شوي او ټپي شوي کسان ټول عام وګړي دي .

 والي وايي وويل چې نن په ختيځو ولايتونو کې دايساف ځواکونو يوه پلاوي له ده سره وليدل او د اسمار په پېښه يې خپل خپګان څرګند کړ.

 د وحيدي په وينا، ايساف ځواکونو ورته ويلي چې وسلوال طالبان د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې اوکورونو څخه استفاده کوي، همدا لامل دى چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي .

 د کونړ والى د ايساف او افغان ځواکونو نه غوښتنه وکړه چې د جګړې پرمهال له ډېر دقت څخه کار واخلي ، ترڅو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي .

 د اسمار ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي حاجي عبدالولي خان پژواک ته وويل چې ولسي وګړي  له وسلوالو طالبانو او بهرنيو ځواکونو دواړو څخه په تنګ راغلي دي.

 هغه زياته کړه چې په نښتو کې له دواړو لوريو څخه عام وګړي په نښه کېږي.

 نوموړى وايي : (( په سلګونه کرته امريکايانو ولسي خلک وژلي او وروسته بيا معافي او خفګان ښکاره کوي، چې اوس يې هم زموږ پردغو کليوالو د وژنې په مرګ ژوبله خفګان ښکاره کړى ، داڅه مانا چې اول سړى وژني او وروسته بيا پيښماني ښکاره کوي .))

 هغه ګواښ وکړ، چې که  د خلکو وژنه دوام وکړي، دوى به ولسي پاڅون وکړي.