ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا قومونو جمعه خان همدرد ته مډال ورکړ

د پکتيا قومونو جمعه خان همدرد ته مډال ورکړ

author avatar
19 Oct 2011 - 18:59
د پکتيا قومونو جمعه خان همدرد ته مډال ورکړ
author avatar
19 Oct 2011 - 18:59

ګردېز (پژواک ۲۷ تله ۹۰): جمعه خان همدرد ته د پکتيا قومونو د بيارغونې په برخه کې د خدمتونو په وياړ مډال ورکړ.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته دغه مډال نن (د تلې ٢٧مه) په يوه غونډه کې د پکتيا د قومي مشرانو له خوا ورکړل شو.

جمعه خان همدرد له تېرو څلورو کلونو راهيسې په پکتيا کې د والي په توګه دنده ترسره کوي، چې په دې موده کې يې د بيارغونې په برخه کې بېلابېلې پروژې ترسره کړې دي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي وويل، چې دغه ولايت ته د جمعه خان همدرد په راتګ د ولايت بڼه بدله شوې ده.

هغه وويل، چې د والي په شتون کې د پکتيا ټولو ولسواليو ته سړکونه پاخه شوي او ټولو ولسواليو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

احدي زياته کړه: ((پکتياوال د چا نېکي نه هېروي او له همدې امله نن جمعه خان همدرد په پکتيا کې د بيارغونې د کارونو د ترسره کولو له امله، زموږ قومي مشران په مډال نازوي.))

د پکتيا د علماوو او مجاهدينو شورا مشر مولوي خالقداد، جمعه خان همدرد په پکتيا کې د سولې او امنيت په راوستو کې هم بريالى وباله.

هغه زياته کړه، چې د بيارغونې کارونه ټول د سولې او امن له برکته شوي دي، چې په دې کې هم د والي لوى لاس و.

په غونډه کې د پوهنې وزارت مرستيال اصف ننګ هم ګډون کړى و او په دې ولايت کې يې د بيارغونې بهير چټک وباله.

نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې به د مسلکي زده کړو د پراختيا په موخه يو کمپلېکس هم په نږدې راتلونکي کې د پوهنې وزارت له لوري جوړ شي.

هغه زياته کړه: ((دا مډال يوازې د والي وياړ نه دى، بلکې د ټولو پکتياوالو دى چې د بيارغونې د بهير ملاتړ يې کړى او له والي سره په څنګ کې ولاړ دي.))

په خپله جمعه خان همدرد وويل، چې دغه مډال به ده ته نوره حوصله هم ورکړي، چې د بيا رغونې په برخه کې چټک ګامونه واخلي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به هغه پروژې چې د بېلابېلو لاملونو له امله په ټپه ولاړې دي، بېرته پيل کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.