اسعد اباد ( پژواک ٢٨ تله ٩٠ ) : د کونړ والي په دې ولايت کې د کوکنارو د کر په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او زياته يې کړه چې نړيواله مافيا د کوکنارو په کښت کې دخيله وبلله.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي دغه څرګندونې د تلې په ٢٨مه، په اسعداباد کې د کوکنارو په اړه جوړې شوې غوڼدې ته وکړې په کونړکې دکوکناروکښت څخه دمخنيوي جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د دولتي چارواکيو ترڅنګ د مرکز په ګډون دڅوارلسو ولسواليو ولسوالانو، امنيه قومندانانو، دنشه يي توکو پر ضدد مبارزې مديرانو، قومي مشرانو او علماوو ګډون کړي وو.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي په کونړکې دکوکنارودکښت په اړه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد د مبارزې دادارې ( يو ا ېن او ډي سي) له لوري خپورشوى راپوربې بنسټه وباله او نړيواله مافيا دکوکناروپه کښت کې دخيله وبلله
وحيدي زياته کړه چې په کونړکې به کوکنارکرل شوي وي خوکچه يې هومره نه ده چې په ياد شوي راپورکې ياده شوې ده .
هغه له کونړمېشتو ولسونواو په ځانګړي ډول علماء کرامو وغوښتل چې ددغه ناوړه اوحرام بوټې له کراوقاچاق څخه دخلکودمخنيوي لپاره خپل مسوليت ترسره کړي .
د علماوو شورا رييس مولوي عبدالرحمن د اسلام دمبارک دين له اړخه دکوکنارو اوپه ټوله کې په نشه يي توکو خبرې وکړي .
ه نشه يي توکي په ځانګړي ډول کوکنارو کښت ،توليد،قاچاق او په کې هرډول لاس لرل حرام وبلل دهغوى په زيانونو او پايلوېې خبرې وکړې اودپه نشه يي توکوکې دادخيلو خلکو ته يې داسلامي اواساسي قاونينوپه رڼا کې دټاکل شوې جزا په عمل کې دپياده کيدو هيله وکړه
د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل وويل : ((د کوکناروکښت زموږ د اسلامي او افغاني کلتوراودولت په لمن داغ دى ،هغه هيله وکړه چې علمابايد دممبرله لارې خلک په دې قانع کړي چې دحرامو ځان وژغوري .))
عادل له امنيتي ادارو وغوښتل چې دټولو نشه يي توکوپرضد دې جدي ګامونه واخلي ترڅو نورخلک ترې عبرت واخلي