اسعداباد (پژواک ٢ لړم ٩٠): د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه ودانۍ د مرکز اسعداباد اړوند د نواباد د هلکانو لېسې او د نجونو منځني ښوونځي ته جوړې شوې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسني د لړم په دويمه د يادو ښونځيو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغو ودانيو ٤٢٨زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه لګښت د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له خوا ورکړل شوى او چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د حسني په وينا، دغه ودانۍ هره يوه لس درسي او شپږ اداري خونې لري، چې د مېزونو، څوکيو، پاکو اوبو، د لمريزې برېښنا او نورې اسانتياوې هم ورته برابرې شوې دي.
د پوهنې رييس وويل، چې د نجونو په دغه ښوونځي کې ٦٠٠ نجونې او د هلکانو په ښوونځي کې څوارلس سوه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او مخکې له دې، چې ودانۍ يې نه درلودې، له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
نوموړى وايي، په کونړ کې ٤٤٣ ښوونځي فعال دي، چې له هغو څخه ١٨٩ يې ودانۍ لري، د دېرشو ښوونځيو ودانۍ تر کار لاندې دي او د پاتې نورو زده کوونکي په خېمو، جوماتونو او تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، په ټولو ښوونځيو کې ١٧٥زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٧٣زره يې نجونې دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د دغې پرانيستې پر مهال په خپلو خبرو کې پر ځوانانو ټينګار وکړ، چې خپلو زده کړو ته په دوام ورکولو سره دې د خپل هېواد په پرمختګ او بيارغونه کې ونډه واخلي او له ټولو پلرنو او ميندو يې وغوښتل، چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د ټوپک پر ځاى دې ورته قلم په لاس کې ورکړي.