کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي چې د هغوى يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى.
هغه خبرپاڼه، چې نن په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې د هغوى يو سرتيرى نن (د لړم ٤مه) د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې ده، چې دا سرتېرى د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى؛ خو خبرپاڼې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم، د لوګر ولايت په پل علم ښار کې د ايساف ځواکونو د يوه پوځي موټر د اوښتو له کبله د هغوى درې سرتېري ټپيان شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن