Language

په کونړ کې اته  پاکستاني کډوال ټپيان شول

اسعد اباد ( پژواک ٤ لړم ٩٠ ) : په کونړ ولايت کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې له پاکستان څخه را کډه  شوي اته تنه کډوال ټپيان شول.

د کونړ د وټه پور ولسوال زلمي يوسفزي د لړم په څلورمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن له غرمې مخکې په لس نيمو بجو وشو.

هغه زياته کړه چې وسلوالو مخالفينو په دې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر نظامي مرکز درې توغندي توغولي ، چې يو يې په سيمه کې پر يوه کور ولګېد.

د ولسوال په وينا، په دې پېښه کې شپږ ښځې او دوه ماشومان ټپيان شوي ، چې روغتون ته وړل شوي دي.

يوسفزي وويل چې په پېښه کې ټپيان شوي کسان د پاکستان له سوات څخه د کډوال شويو زرو کورنيو اړوند دي .

د پاکستاني کډوالو مشر فيصل پژواک اژانس ته وويل چې په سوات کې د جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ وټه پور ولسوالۍ ته را کډوالې شوې دي.

د هغه په وينا، نن سهار په داسې حال کې ، چې د يادې شوې کورنۍ نارينه د مزدورۍ لپاره وتلي و ، يوه مرمۍ يې پر کور لګېدلې او اته تنه يې ټپيان کړل .

فيصل ددې بريد د غندنې ترڅنګ  د جګړې له ټولو خواوو وغوښتل چې ددې مخه ونيسي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې له دې مخکې هم په کونړ کې د ايساف او وسلوالو مخالفينو په دا ډول بريدونو کې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.