ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر له امنيتي چارواکو د لېږد پروسې د سيمو نومونو د نهايي کېدو غوښتنه وکړه

ولسمشر له امنيتي چارواکو د لېږد پروسې د سيمو نومونو د نهايي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
27 Oct 2011 - 18:39
ولسمشر له امنيتي چارواکو د لېږد پروسې د سيمو نومونو د نهايي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
27 Oct 2011 - 18:39

کابل (پژواک ٥ لړم ٩٠): ولسمشر حامد کرزي په امنيتي غونډه کې له افغان امنيتي چارواکو وغوښته، چې د هغو ولايتونو او ولسواليو نومونه نهايي کړي، چې د مسووليت د لېږدونې دويم پړاو په کې تر سره کېږي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې پرون د ١٧ولايتونو نومونه، چې ټاکل شوې ده امنيتي چارې يې له بهرنيو ځواکونو څخه کورنيو ځواکونو ته وسپارل شي، اعلان کړل.

 دغه دويم پړاو به د ډايکندي، نيمروز، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او بلخ په کچه ترسره کېږي؛ خو دغه پړاو د يو شمېر نورو ولايتونو (بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، هرات، کابل، غور، لغمان، ميدان وردګ او ننګرهار) په ځينو مرکزونو او ولسواليو کې ترسره شي.

له جمهوري رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د لېږد پروسې د دويم پړاو پر ستونزو او حل لارو د بحث په موخه، نن د لړم په پنځمه د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د امنيت شورا غونډه وکړه.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې غونډه کې د ملي دفاع او کورنيو چارو  وزيرانو، د ملي امنيت سلاکار، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان، د امريکا سفارت او د ناټو ملکي استازي او د يو شمېر نورو اړوندو ادارو چارواکو ګډون کړى وو.  

ولسمشر حامد کرزي له افغان امنيتي چارواکو وغوښتل، چې د امنيت شورا تر دويمې غونډې وړاندې د هغو ولايتونو او ولسواليو نومونه نهايي کړي، چې د مسووليت د لېږدونې دويم پړاو په کې تر سره کېږي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې عمومي رييس عبدالخالق فراهي، چې پرون يې په کابل کې د دې ولايتونو له واليانو سره غونډه درلوده، پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې ټاکل شوې وه، چې واليان به د مسووليتونو د لېږد د کمېسيون له رييس اشرف غني احمدزي او په راتلونکي کې به له ولسمشر کرزي سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د هغه په وينا، ښايي په دې ولايتونو کې يو شمېر ښارونه او ولسوالۍ زياتوالى يا کموالى ومومي.

 هغه زياته کړه، د هغو سيمو نوملړ چې ټاکل شوې ده په کې د لېږد لړۍ ترسره شي، د ولسمشر کرزي له خوا به د نومبر په دويمه نېټه، د ترکيې د استانبول په نړيوال کنفرانس کې اعلان  شي.

 د ياودنې ده، چې افغان ځواکونو ته له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦مه، د باميانو له ولايت څخه پيل شو او وروسته په پنجشېر، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايت او د لښکرګاه، هرات او مزارشريف په ښارونو کې پاى ته ورسېده.

 

ټاکل شوې ده، چې پايله کې به د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ تر ٢٠١٤زېږديز کال پورې په ټول هېواد کې پلې او امنيتي مسووليتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.