ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار اوسېدونکي: د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره دکليو امنيت خوندي شوى

د کندهار اوسېدونکي: د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره دکليو امنيت خوندي شوى

author avatar
8 Nov 2011 - 09:53
د کندهار اوسېدونکي: د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره دکليو امنيت خوندي شوى
author avatar
8 Nov 2011 - 09:53

کندهار ښار(پژواک ١٧ لړم  ٩٠):که څه هم د هېواد په ځينو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو له چلند څخه شکايتونه موجود دي، خو د کندهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو او کليو اوسېدونکي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره يې په سيمو کې امنيت خوندي شوى دى.

هغوى زياتوي، پخوا به يې په کليو او بانډو کې وسلوالو کسانو په پراخه کچه فعاليت کاوه، په لارو کې به يې ماينونه خښول، د شپې له خوا به يې په يوه او بل نوم خلک ځورول، خو د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره تر ډېره بريده د دغه راز کارونو مخه نيول شوې او د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى.

په دې اړه د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان کلي يوه اوسېدونکي ٦٣ کلن محمد عوض له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې سيمه ييزو پوليسو يې په کلي کې د ناامنيو کچه را ټيټه کړې ده.

هغه زياته کړه، تر دې مخکې، چې د کليو د امنيت چارې سيمه ييزو پوليسو ته نه وې سپارل شوې، کلى به د دولت د وسلوالو مخالفينو ډک و، خو اوس سيمه ييز پوليس نابلدو خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې کلي ته داخل شي.

دى وايي: ((که چيرې يو نابلده کس کلي ته راځي، د محلي پوليسو له خوا را ګرځول کېږي، پوښتنه ځنې کېږي، چې هلکه څوک يې؟ له کومه راغلى يې او دلته څه کوې؟))

د نوموړي په وينا، سيمه ييز پوليس د شپې او ورځې ګزمې کوي او دا چې هغوى د همدې سيمې اوسېدونکي دي، د خپلې سيمې له اوسېدونکيو سره پوره بلدتيا لري.

شاوليکوټ ولسوالي، چې د کندهار ښار شمال پلو د ٤٠ کيلومتره په واټن پرته ده او تل ترې د ناامنيو خبرونه تر لاسه کېږي، په دې وروستيو کې يې په يو شمېر کليو کې سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره يې په کليو کې څه نا څه امنيتي وضعيت ښه شوى.

د شاوليکوټ ولسوالۍ د دربازان کلي يوه سپين ږيري حاجي محمد عثمان پژواک اژانس ته وويل، د سيمه ييزو پوليسو تر جوړېدو مخکې به خلک د شپې له پلوه له خپلو کورونو نه شول راوتلى، که به ناروغ پېښ شو، نو مجبور و، تر سهاره يې په کور کې وساتي.

دى وايي، اوسمهال خلک د آرامۍ احساس کوي، د اړتيا پر مهال هر ځاى ته تګ راتګ کولى شي، ځکه سيمه ييز پوليس د ملي پوليسو سره همکار دي او په ګډه يې په امنيتي چارو کې سمون راوستى دى.

د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې يو اوسېدونکى حاجي محمد شاه، چې مخکې په دې ولسوالۍ کې د جګړو او ناامنيو له امله ښار ته کډوال شوى و او اوس بيرته خپلې مېنې ته ستون شوى؛ وايي، د سيمه ييزو پوليسو ايجاد دې ته لاره هواره کړه، چې بې ځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

د هغه په وينا، تر دې مخکې د ژېړۍ ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ د جګړو او وسلوالو مخالفينو له وېرې ښار ته کډوالې شوې وې، خو په دې وروستيو کې يې ډېرې بيرته خپلو کليو ته راستنې شوې دي.

نوموړى زياتوي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې د تېر کال د پوځي عملياتو وروسته د ملي پوليسو او ملي اردو پوستې زياتې شوې او تر څنګ يې د سيمه ييزو پوليسو پر جوړېدو هم کار وشو، چې د امنيت پر تامين يې ښې اغيزې لرلې دي.

نوموړي په کليو او لېري پرتو سيمو کې د ښه امنيت په موخه د سيمه ييزو پوليسو پر ښې روزنې او تجهيز ټينګار کوي او وايي، چې د نورو په پرتله د سيمې اوسېدونکي د خپلو کليو امنيت ښه ساتلى شي.

بل لور ته په بېلابېلو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو له ليکو سره يو ځاى شوي کليوال وايي، چې د خپلو خلکو، مشرانو او سيمې د امنيت د خونديتوب په موخه يې دې دندې ته زړه ښه کړى.

د شاوليکوټ ولسوالۍ د ده بوچي کلي يو سپين ږيري سيمه ييز پوليس له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: ((محلي پوليسو ته د دې لپاره راغلى يم، چې خپل کور او کلى له مخالفينو څخه وساتم، مخکې زمو په سيمه کې مخالفين زيات وو، خو اوس چې محلي پوليس جوړ شوي، هغوى هم کم شوي دي.))

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي يوه سيمه ييز پوليس محمد رسول هم وايي، چې هغوى د خپلو مشرانو او عامو اوسېدونکيو خدمت کوي او د سيمې د سپين ږيرو په همکاري يې د سيمې امنيت خوندي کړى دى.

د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قوماندان په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو په اړه وايي، چې قومي مشرانو ورسره په دې برخه کې زياته مرسته کړې ده.

هغه پژواک ته وويل، چې محلي پوليس د ملي پوليسو په شان په خپله سيمه کې ګزمې او پيرې لري، تر دې مهاله يې له خلکو سره رويه ښه ده او د خلکو باور يې تر لاسه کړى دى.

د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وايي، چې د ارغنداب لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ٣٠٠ تنه ټاکل شوى و، خو دا چې ارغنداب مهمه ولسوالي ده او مخالفين دغلته د امنيت خرابولو هڅې کوي، نو له دولت څخه يې د تشکيل د پراخېدو غوښتنې کړې دي.

دى وايي، حکومت يې غوښتنه منلې او په دې ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٤٠٠ ته پورته کړى، چې له دې جملې څخه ٢٩٠ تنه روزل شوي او په بېلابېلو کليو کې په دندو ګومارل شوي او پر نورو کار روان دى.

هغه زياته کړه: ((سيمه ييزو پوليسو په ارغنداب ولسوالۍ کې ډېره ښه نتيجه ورکړې او خلک د سيمه ييزو پوليسو له رويې څخه خوشحاله دي، ځکه همدا ځوانان د همدې ولسوالۍ د اوسېدونکيو اولادونه دي.))

ولسوال د بېلګې په توګه د ارغنداب دوه کلي مناره او تابين ياد کړل، چې مخکې يې امنيت ډېر خراب و، خو اوس چې هلته سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي، امنيت يې ښه شوى دى.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبيدالله هم وايي، چې دې ولسوالۍ ته د ٣٠٠ تنو سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړل شوى دى، چې ١١٧ تنه يې روزل شوي او په  بېلابېلو کليو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه وويل، د ډېرو کليو قومي مشرانو ورسره اړيکې نيولي او دې ته يې چمتوالى ښودلى، چې خپل اولادونه به د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ودروي، تر څو امنيت يې خوندي شي.

د ژيړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو ايجاد د خلکو او دولت تر منځ واټن رالنډ کړى او د جګړو له امله ګڼ شمېر ښار ته کډوال شوي خلک بيرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په وينا، په همدې بنسټ د امنيت تر څنګ د حکومتدارۍ په برخه کې ډېر کار شوى، د نژدې ټولو دولتي ادارو استازي په دندو ګومارل شوي او د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا تر څنګ کليوالي شوراګانې هم جوړې شوي دي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايي، چې خلک د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو له لړۍ څخه خوښ دي او تر دې مهاله په بېلابېلو ولسواليو پر دې پروسه ٣٥ سلنه کار شوى دى.

هغه زياته کړه، تر راتلونکيو ٦ مياشتو پورې به د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو کار ٨٥ سلنه بشپړ شي او په بېلابېلو ولسواليو کې تشکيل توپير لري، چې په هره ولسوالۍ کې به تر دوه، درې او څلور سوه تنو پورې وي.

د نوموړي په وينا، سيمه ييز پوليس به د هغو ملي پوليسو ځاى ونيسي، چې اوس په ولسواليو کې د امنيت ساتنې په دنده بوخت دي او دغه راز به ملي پوليس او ملي اردو د ايساف ځواکونو ځاى نيسي، چې تر راتلونکيو کلونو پورې له هېواده وځي.

 

د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د سيمه ييزو پوليسو په نوم دغه ځواک د هېواد په ډېرو ولسواليو کې په دې موخه روزل کېږي، چې ليرې پرتې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.