اسعداباد (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د کونړ د ولايتي شورا رييس وايي، چې ځينې رييسان د دوى له خوا له احضار وروسته په سمه توګه کارونه ترسره کوي، خو د ولايت مقام پر ځينو کارونو له دوى سره همغږى نه دى.
د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې دوى شپه او ورځ د خلکو د خدمت لپاره منډې وهي او د هغوى د ستونزو د هوارولو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه د دولتي ادارو له خوا د خلکو د ستونزو د نه هوارولو په اړه وويل، چې دوى ښاروالۍ، د کليو د پراختيا، د عامې روغتيا رياست او د ځينو نورو ادارو رييسان احضار کړي دي.
نوموړى وايي: ((دوى ته مو په ادارو کې د فساد او له خلکو سره د ناسم چلند په اړه توصيه کړې او له دې وروسته هغوى هم يو څه ښه شوي دي.))
د ولايتي شورا د رييس په وينا، که بيا هم د ادارو له رييسانو خلک شکايت وکړي، نو دوى به د دغو ادارو له مسوولينو سره هم د ولايتي شورا د تګلارې له مخې چلند وکړي.
عادل زياتوي: ((زموږ له ولايتي ادارې سره په زياترو کارونو کې همغږي شته، خو په ځينو رغنيزو کارونو کې بيا زموږ سره د ولايت مقام همغږي نه لري.))
د نوموړي په وينا، ځينې هغه پروژې چې په ځينو ځايونو کې ترسره کېږې، دوى پرې ناخبره وي که په دې اړه له دوى سره د ولايت اداره همغږې شي، نو د ولس د استازو په توګه به له هغو سره په کارونو کې مرسته وکړي.
د ولايتي شورا رييس وايي: ((موږ د ولس استازي يو او کارونه هم د ولس لپاره کېږې، موږ به يې څارنه وکړو، چې په ښه کيفيت سره ترسره شي.
موږ په ولايتي شورا کې د رغونې، ښوونې، کډوالو چارو او له بې وزلو سره د مرستو، روغتيايي چارو او يو څو نورو کمېسونونه جوړکړي، چې په يادو چارو کې له اړوند ادارو سره همکاري او د هغو څارنه وکړي، ترڅو د ولس په ښه توګه خدمت وشي.))
ميا حسن عادل وويل، ولايتي شورا کومه ځانګړې بوديجه نه لري، چې دوى پرې د اړتيا پر مهال غونډې جوړې کړي، خلک را وغواړي، د امنيت او سولې لپاره پروګرامونه جوړکړي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي بيا د ولايتي شورا د رييس دا څرګندونې ردوي، چې ګوندې د بيارغونې په پروژو کې له دوى سره مشورې نه کېږي.
هغه پژواک ته وويل، چې ولايتي شورا د ولايت د پرمختيايي کمېټې غړيتوب لري او په هغې کې د بيارغونې د ټولو پروژو په اړه هغوى ته معلومات ورکول کېږي.
خو ده دا هم وويل، ځينې پروژې چې د بهرنيانو له خوا ترسره کېږي، ولايتي شورا څه چې د ولايت مقام هم ترې خبر نه وي.
د ولايتي شورا د دويمې کاري دورې له پيل څخه يو کال او نهه مياشتې تېريږي، خو د دوى له کړنو څخه د کونړ ولايت ځينې خلک راضې دي او ځينې پرې نيوکې لري.
د نورګل ولسوالۍ يوه قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان سردارخان وايي: ((زه نه پوهېږم، چې د ولايتي شورا اصلې دندې څه دي او نه مې ورسره څه کار شته او تر اوسه هم د هغوى دفتر ته نه يم ورغلى، چې دوى څه کوي او په څه بوخت دي، ما ته د هغو د فعاليت په اړه هېڅ معلومات نشته.))
ده پژواک ته وويل، چې د ټاکنو په وخت کې دوى له خلکو سره ډېرې غټې غټې ژمنې کولې، خو اوس يې ټولې ژمنې له ياده ايستلې دي.
د مرکز اسعداباد د کرالې د سېمې يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک ته وويل، چې دوى له ولايتي شورا د سم کار هېڅ تمه نه لري.
هغه ادعا وکړه، چې د دې شورا د رييس په څېر ډېرى غړي نا لوستي دي او په اوسني پرمختللې نړۍ کې نا لوستي خلک د خلکو خدمت نه شي کولاى.
د مرکز اسعداباد ښار د نواباد د سيمې يو اوسېدونکى فرمان الله هم پر ولايتي شورا نيوکه کوي، چې ډېرى يې پر پيسو او درغليو راغلي او په خپله هېڅ وړتيا نه لري.
نوموړى دا هم وايي، چې ډېرى وکيلان نالوستي او د عريضو په لوستو هم نه پوهېږي.
د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل د خلکو د نيوکو په اړه وايي، چې دا ديموکراسي ده او هر څوک د بيان د ازادۍ له مخې د څه ويلو حق لري او دوى ورته درناوى لري.
هغه زياته کړه: ((دا سمه خبره ده، چې زموږ په شورا کې به څه وکيلان نالوستې وي، خو زه وايم، چې موږ خو ښوونکي نه يو، چې خلکو ته ورکشاپونه جوړ کړو، همدغه خلک، چې رايه يې راکړې، اوس پر موږ نيوکې کوي.))
د کونړ ولايتي شورا ټول نهه غړي لري، چې درې په کې ښځې دي.