ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې : هر درېيم افغان په دې باور دى چې هېواد يې ناسم لور ته روان دى

سروې : هر درېيم افغان په دې باور دى چې هېواد يې ناسم لور ته روان دى

author avatar
15 Nov 2011 - 11:35
سروې : هر درېيم افغان په دې باور دى چې هېواد يې ناسم لور ته روان دى
author avatar
15 Nov 2011 - 11:35

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): هر درېيم افغان په دې باور دى، چې هېواد يې په ناسم لوري روان دى او له طالبانو د افغانانو ملاتړ تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلى دى.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د اشيا فاونډېشن نړيوالې ادارې مشر وي بروس جي ټولينټينو ( V.BruceJ.Tolentino ) نن د لړم په ٢٤مه، په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې ادارې يې د يوې سروې په ترڅ کې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې له ٦٣٠٠ کسانو څخه د افغانستان د امنيت، اقتصاد، بيارغونې او حکومتدارۍ په اړه پوښتنې کړې دي.

د نوموړي په وينا، دا سروې يې د روان زېږديز کال د جولاى او اګست په مياشتو کې ترسره کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې له پوښتل شويو ٦٣٠٠ تنو څخه ٣٣ سلنې ويلي، چې هېواد يې د خرابۍ پر لوري روان دى.

دد اشيا فونډيشن بشپړ راپور دلته ولولئ

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال په ترسره شوې سروې کې ٢٥سلنه خلکو دغه ډول نظر درلود، خو سږ کال په دې شمېره کې اته سلنه زياتوالى راغلى دى.

په راپور کې راغلي، له پوښتل شويو کسانو يې ٤٥ سلنه په دې اند دي، چې په هېواد کې يې امنيتي وضعه خرابه شوې او په اړه يې بدبينه دي.

دا په داسې حال کې، چې څه موده مخکې ملګرو ملتونو هم د يوه راپور په خپرولو سره ويلي وو، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په امنيتي وضعه کې ٣٩ سلنه خرابوالۍ راغلى دى.

په دې راپور کې راغلي چې له پوښتل شويو کسانو څخه يې ١٦ سلنه له فساد او ١٥ سلنه يې د ناسمې حکومتدارۍ او ١٣ سلنه يې له بېکاريو سر ټکوي.

د اشيا فاوڼدېشن په دغه راپور کې دغه راز راغلي، چې په روان زېږديز کال کې له طالبانو څخه د خلکو ملاتړ خپلې ټيټې کچې ته رسېدلى دى.

د سرچينې په وينا، له پوښتل شويو کسانو څخه ٢٩ سلنې له طالبانو سره يو څه خواخوږي ښودلې، په داسې حال کې، چې دغه کچه په ٢٠٠٩ کال کې ٥٦ سلنه وه.

په افغانستان کې د اشيا فاونډېشن نړيوالې ادارې مشر وي بروس جي ټولينټينو په ياده خبري غونډه کې د دوديزې لويې جرګې له ګډونوالو وغوښتل، چې د دوى له خوا خپور شوى دغه راپور ولولي، ځکه چې په دې کې د افغانانو مهمې ستونزې په ګوته شوې دي.

د اشيا فاونډېشن عمومي مشر ډېوېډ ارنولډ د دې سروې د خپرېدو پر مهال وويل، چې نا امنۍ د افغانانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه ده.

هغه زياته کړه: ((افغانانو ايشيا فاونډېشن ته ويلي، چې امنيتي ستونزې او جګړې د هېواد د راتلونکې په اړه د هغو ليدلورى اغېزمنوي.))

نوموړي په دې خوښي څرګنده کړه، چې يو شمېر افغانانو د ښوونې، څښاک اوبو او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى پيدا کړى دى.

ارنولډ د افغانستان له دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې سروې پايلو ته په خپلو راتلونکو پراختيايي پلانونو کې ځاى ورکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.