کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د ملي دفاع وزارت د کابل د څرخي پله په سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي د نيولو خبر ورکړ.
د ياد شوي وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس نن (د لړم ٢٥مه) د څرخي پله محبس ته نږدې د سړک په اوږدو کې نيول شوى دى.
په خبرپاڼه کې د ملي دفاع وزارت د وياند جنرال ظاهر عظيمي له قوله راغلي دي، چې دغه کس نن له غرمې وروسته په ٣:٣٠ بجو د ځانمرګي بريد له واسکټ سره د کابل د ١١١ فرقې د سرتېرو له خوا نيول شوى دى.
په خبرپاڼه کې زيات معلومات نه دي ورکړل شوي، خو زياته شوې، چې دغه کس د زياتو پلټنو لپاره د ملي امنيت رياست ته سپارل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ملي امنيت موظفينو د څلورو پاکستانيانو په ګډون د يوې وسله والې ډلې د نيولو خبر ورکړى و، چې د ملي شورا پر ودانۍ يې د ځانمرګي او وسله وال بريد هوډ درلود.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP