ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: له امريکا سره تړون دې د درېيمګړي په شتون کې لاسليک شي

شنونکي: له امريکا سره تړون دې د درېيمګړي په شتون کې لاسليک شي

author avatar
17 Nov 2011 - 18:29
شنونکي: له امريکا سره تړون دې د درېيمګړي په شتون کې لاسليک شي
author avatar
17 Nov 2011 - 18:29

کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر پوهان وايي چې د افغانستان حکومت بايد د نړيوال قانون په رڼا او يوه درېيمګړي سازمان يا هېواد په شتون کې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړي.

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو په اړه د مشورې په موخه، تېره ورځ په کابل دوديزه لويه جرګه کې پيل شوه، نن يې دويمه ورځ ده او په پام کې ده، چې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

ولسمشر حامد کرزي پرون دې جرګې ته په خپلې پرانېستونکې وينا کې، امريکا سره د کېدونکي تړون په اړه ځينې شرايط وړاندې کړل او دا يې هم وويل، چې له دې وروسته د شپې عمليات او د کورونو تالاشي نه مني.

د افغان څېړنيز او مشورتي مرکز مشر غلام جيلاني ځواک وايي، چې که چېرې افغانستان له امريکا سره تړون ولري، نو د لاسليک شوي تړون مادې بايد امريکا دې ته اړ باسي، چې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

هغه د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د امريکا تاريخ ښودلې، چې دوى په خپلو ژمنو، تر هغې چې د قانون له پلوه يې لاس او پښې ور ونه تړل شي، عمل نه کوي او خپلو ګټو ته ګوري.))

نوموړي وويل، چې افغانستان بايد له امريکا سره د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې تړون لاسليک کړي، چې امريکا اړ باسي څو له شرطونو سرغړونه ونه کړي.

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت پژواک اژانس ته وويل، چې که د امريکا متحده ايالات په تړون کې له شته شرايطو څخه سرغړونه کوي، افغان حکومت بايد د تړون د فسخ کولو صلاحيت ولري.

خو هغه وايي، له تړون وروسته به د افغانستان امنيتي حالات مخ په ښه کېدو شي او بيا به د شپې عملياتو، خپلسرو نيونو او د کورونو پلټنو ته اړتيا نه پيدا کېږي.

د هغه په وينا، په دې تړون کې بايد يو بل ځواکمن هېواد يا سازمان د درېيمګړي رول ولري او هر پنځه کاله وروسته د تړون موارد وڅېړل شي.

نوموړي زياته کړه: ((د امريکا متحده ايالات دا مهال د نړۍ په ٢٧ هېوادونو کې دايمي اډې لري او افغان حکومت بايد د هغو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي.))

د نوموړي په خبره، د موازي حکومت او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د جګړې سنګر د نه جوړېدو په اړه بايد ډاډمن تضمين موجود وي.

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد احمد ضياء رفعت پژواک اژانس ته وويل، چې امريکا له افغانستان سره د اقتصاد، فرهنګ او امنيت په برخو کې مرستې کړې او تر ډېره بريده يې په خپلو ژمنو وفا کړې ده.

ده زياته کړه: ((امريکا يواځې په نظامي برخو کې، چې هغه هم د شپې عمليات او د کورونو پلټل دي، له افغان حکومت سره پوره هوکړې ته نه دي سره رسېدلې، نو ځکه په دې برخه کې امريکا خپلسري کړې ده.))

هغه وايي، که چېرې له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کېږي، نو دا همکاري د جګړې له دورې څخه وروسته ده.

د ده په وينا، دا ځل به امريکا دا شرطونه ځکه پلي کړي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به امريکا د افغانستان په جګړه کې برخه ونه لري.

خو د سياسي چارو کارپوه او د دوديزې لويې جرګې غړى محمد حسن ولسمل وايي، چې تراوسه په دې اړه هېڅ تضمين نشته، چې امريکايي ځواکونه به د افغان حکومت له شرطونو سرغړونه نه کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې افغان حکومت دې په خپلو شرطونو کې يوه بله ماده هم زياته کړي او امريکايي ځواکونو ته دې د ازمايـښت په موخه د څو کلونو لپاره وخت ورکړي.

هغه زياته کړه: ((امريکا په تېرو لسو کلونو کې موږ ته د لاس پر ځاى لستوڼى راکړى، خپل شرايط راباندې تحميلوي او زموږ نه مني، نو بايد داسې يو تضمين موجود وي چې دوى د افغان حکومت شرايط ومني.))

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزي دوديزې لويې جرګې ته په لومړى ورځ وينا کې وويل، چې له امريکا سره ستراتيژيک تړون د افغانستان په ګټه دى؛ خو امريکا بايد په دې اړه د افغانستان شرايط ومني.

کرزي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د شرايطو په اړه وويل، چې په هېواد کې د امريکا او ناټو له خوا د خلکو د کورونو پلټنې، د شپې عمليات او د افغانستان له ادارو سره موازي ادارې جوړېدل، نه مني او د افغانستان ملي حاکميت د افغانستان له بنسټيزو غوښتنو څخه دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.