ترينکوټ (پژواک ٢٧ لړم ٩٠) : په اروزګان ولايت کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې يو سپين ږيرى او درې کوچنيان ووژل شول .
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند د نچين په کلي کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، چاودنه په يو باروړونکي موټرسايکل ( زرنج ) وشوه او په کې وژل شوي کوچنيان ټول هلکان دي، چې له ياد شوي سپين ږيري سره د ترينکوټ له ښار څخه د خپل کلي نچين پر لور روان وو.
ده ددې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله او ويې ويل، چې په اروزګان کې پر سړک تل وسلوال طالبان ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن