Language

اسعداباد (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالى کې سيمه ييزو پوليسو د پخواپه پرتله امنيت ډېر ټينګ کړى دى.

 په دې وروستيو کې د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو ترڅنګ په کونړ کې هم سيمه ييزو پوليسو فعاليت پيل کړى دى.

 که څه هم د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي د دغو پوليسو له فعاليت څخه شکايت کوي، خو د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له دغو پوليسو خوښ دي.

 دوى وايي، له دې وړاندې به وسله وال طالبان په رڼاورځ په لويه لار او کليو کې هغه خلک ځورول، چې په دولت کې به يې دنده ترسره کوله.

 په خاص کونړ ولسوالۍ کې څلورسوه سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي، چې په امنيت کې يې مثبت بدلون رامنځته کړى دى.

 د خاص کونړ قومي مشر ملک حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره د دوى په سيمه کې هغه امنيتي ستونزې، چې وسله والو مخالفينو په لويو لارو او کليو بانډو کې رامنځته کولې، هوارې شوې دي.

 هغه زياتوي، له دې مخکې به وسله والو طالبانو هغه خلک ځورول، چې له دولت سره يې دنده ترسره کوله، خو د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو وروسته وسله وال په دې سيمه کې نه ترسترګوکېږي او ورسره امنيت تر ډېره بريده ښه شوى دى.

 د ملک حبيب الله په وينا: ((تېر کال به د جوارو په فصل کې طالبان ګرځېدل، خلک به يې ځورول، مکتبونه، پولونه او سړکونه يې ورانول، خو سږ کال تاسو وګورئ! چې په دې سيمه او ولسوالۍ کې بشپړ امنيت دى او طالبان ټول د مومندو غرونو ته تلي دي.))

 د خاص کونړ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عبدالوارث وايي، چې اوس په دې ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو سره امنيت ډېر ښه شوى او هغه ستونزې هوارې شوې، چې طالبانو به دولتي مامورين او خلک ځورول.

 دى وايي، هر څوک کولاى شي، چې اوس دې ولسوالۍ ته راشي، په کليو او بانډو کې پرمختيايي کارونه ترسره کړي، امنيت بشپړ ټينګ دى.

 د خاص کونړ يو بل اوسېدونکى وحيدالله بيا وايي، سيمه ييز پوليس ځکه د سيمې په امنيت کې غېزمن دي، چې هغوى د دې سيمې اوسېدونکي دي او د خپلې سيمې په ستونزو پوهېږي او د امنيت په برخه کې يې پوره هڅه کوي، ملي پوليس يواځې خپلې پوستې، دولتي ځايونه او خپل ځانونه ساتي.

 د خاص کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نورمحمد وايي، چې د سيمې د خلکو له خوا له دوى سره سل په سلو کې همکاري شتون لري.

 هغه زياتوي، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره امنيت تر ډېره بريده ښه شوى دى.

 خو د هغه په وينا، يواځېنۍ ستونزه چې دوى ورسره مخ دي، هغه د مجهزو پوستو نشتوالى او د معاش کموالى دى، چې د دوى فعاليتونه يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 نوموړى وايي، چې د دې ولسوالۍ په هر راز عملياتو کې برخه اخلي، خو بيا يې هم مياشتنى معاش د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په پرتله کم دى.

 نوموړي د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د سيمې پوليسو تنخواګانې دې د ملي پوليسو له هغو سره يو شان کړي.

د خاص کونړ ولسوال محمدحنيف خيرخوا وايي، چې په دې ولسوالۍ کې څلورسوه سيمه ييز پوليس له درې اونيو زده کړې وروسته پر دندو ګومارل شوي او د همدې سيمې اوسېدونکي دي.

 هغه زياتوي، چې د دوى په ګزمو سره امنيت تر ډېره ښه شوى، خلک يې له چال چلند څخه خوښ دي او تر اوسه د دوى د ناسمې کړنې په اړه کوم شکايت نه دى ترلاسه شوى.

 د خاص کونړ ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره پوله لري، چې وخت ناوخت د پولې له هغې خوا وسله والې ډلې دغو ولايت ته را اوښتې، خو اوسمهال يې د سيمه ييزو پوليسو په وسيله تر ډېره مخه نيول شوې او په دې ولسوالۍ امنيت د پخواپه پرتله پياوړى شوى دى.